د شل کلن تاریخ له پاڼو یوه لنډه کیسه

طالب العلم زابلي

کابل د جنوبي ولایتونو په نسبت ډیر ساړه لري، نن د پنجشنبې ماسپښین خوا او شا دوې بجې دي. نرم نرم باران وریږي، ځینو ملګرو کوټونه هم په تن کړي دي.

راشئ نن یوه خاطره درته ووایم، ځکه ځیني وختونه، ځایونه، موسم او کړنې سړی تیرې زمانې ته ورګرځوي، نن زه همداسي یم.

غالبا ۱۴۳۴ هجري قمري کال له لوی اختر څخه د لاس د ګوتو په شمیر ورځې تیرې شوې وې.

زه مې د خپل نیکه کور ته د یوه کار لپاره تللی وم، شپه مې همالته وه، سهار وختي را پاڅېدو، زابل په ژمي کې سوړ او طوفاني غوندي باد لري او زموږ کور هم پر یوه غونډۍ آباد شوی دی، لاسونه مې خدازده ډیر یخ شول، خو خیر د کاریز په یخو اوبو مې اودس وکړ او مسجد ته لاړم، دا وخت لا خلګو په خونو کې اور بلول نه ول پیل کړي، چې په وطني اصطلاح تاوخانه ورته ویل کیږي.

سهار له چای څیښلو وروسته مې د کشمشو له خونې څخه دومره کشمش را واخیستل چې د څنګ دواړه جیبونه مې پرې ډک شول او د کور پر لور مې رخصت را واخیست.

زه لا د ددو غونډیو په مینځ کې پر نرۍ لار روان وم، چې پر آسمان د طیارو دروند غږ مې واورید.

د څرخکو په ملتیا درنو ډب ډبنو طیارو وحشي اشغالګر زموږ د کلي پر سر پیاده کړل، ما ځان ډیر سرعت کلي ته ورساوه، تر څو د چاپي په وخت کور کې حاضر یم او د والدینو اندیښنه نه وي، کله چې د کلي له جوماته را تیر شوم، عسکر لا کلي ته نه وه رارسیدلي، خپل ورور مې تر سترګو شو،

زه ډیر تیز راغلی وم، سا مې لنډه پرې کیدله خو هغه په ارامي راته وویل، چې آغاجان دوی لاړل شفاخانې ته کور کې یواځي موږ یعني ماشومان وروڼه پاتي دي.

زما هم زړه ښه شو، خو ددې په خاطر چې هغوی واړه ول او شاید د اشغالګرو له وحشي څیرو ویریدلي وای، هغه کور ته مې ولیږل، چې زه ترې راغلی وم.

یرغلګر د کلي مینځ ته را ورسیدل، د کلي ماشومان ټول د مسجد مخې ته را ټول وو، یوه او بل به قسم قسم خبرې کولې.

له یوه مې غالبا داسي واوریدل، چې هجرت دوی د کلي کاریز ته کوز شول، اوس د ویالې اوبه خړې دي، لږ به انتظار شو.

دا څو ملګري ول، چې تردې وړاندې هم یو ځل زنداني شوي وو.

چاپې څه کم دوې ورځې دوام وکړ، یرغلګرو ټول کلی څو څو ځله وپلټی، خو بې له دې چې زنانه زیورات او د خلګو پیسې په بې شرمي غلا کړي، بله لاسته راوړڼه یې نلرله.

زه به هر ماښام خپل اصلي کلي ته تللم، په دې دوران کې دوې صحنې زما ذهن داسي ثبت کړې، چې شاید د ژوند تر پایه مې هیرې نشي.

لومړۍ هغه صحنه چې مازدیګر مهال د چاپه وهونکو عسکرو د پړاو لور ته لږ ور نژدې شوم، نو ومې لیدل چې د کلي ټول سپین ږیري او ځوانان یې راټول کړي او د رکوع په شکل یې غوږونه ورباندې نیولي و، دا د تعذیب یوه ډیره بې کاره طریقه ده او بیا دلته د کلي او سیمې عزتمن سپین ږیري هم د دې تعذیب ښکار و، سره له دې چې د کوم جرم ثبوت هم نه و.

دوهمه جالبه پیښه داوه، چې داخلي عسکر کله زموږ کور ته را داخل شول، نو د تلاشۍ پر مهال یې د قربانۍ پاتې شوې خامې تورې غوښې په خوله را شکولې او خوړلې یې.

زه چې ماشوم وم، په ذهن کې مې یې ډیر بد تصویر ثبت شو، دا کار یې له نزاکت څخه ډیر لرې راته ښکاره شو او حال داچې دا دوی مینځ کې عادت و.

دا صحنې مې اوس هم سترګو کې راګرځي.

د چاپي په جریان کې هغوی له ما څخه تر پینځه ځله زیات وپوښتل، چې پلار دې چیرته دی؟ او له کلیوالو یې هم دا سوال کړی و، خو موږ ټولو د نه پوهیږم او نه یم خبر جملې په ځواب کې کارولې وه.

یوه بله جالبه خبره چې له یاده مې نه وزي، داوه، چې زموږ د کور څنګ کې یو ویران او نړیدلی کور و، د چاپي له اوازې سره مجاهدینو خپل موټر سایکلان او هغه شیان چې عاجل انتقال یې ناشونی و، دلته پاتې کړي و، چې مرمۍ هم پرې بار وې، خو په ټول جریان کې دغه کور ته چا سر نه دی ورښکار کړی.

بالاخره راغلي اشغالګر بیرته هلیکوپترو ته پورته شول او له ځان سره یې څو بیګناه کلیوال هم د بندیانو په شکل یووړل، چې وروستنی هغه یې د فتحې په ورځو کې غالبا له پلچرخي څخه آزاد شو.

پای

کابل – افغانستان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button