څرنګه چې یاست، ځانونه معرفي کړئ!

هلال بلخي
نن مې په خواله رسنیو کې یوه ویډیو ولیدله، په دې ویډیو کې د یوه رسنۍ خبریال د اسلامي امارت د یو وزارت له کوم رئیس صاحب سره مرکه کوي. دغه محترم رییس صاحب چې په دې وروستیو کې یې څېره او ظاهره پر سنتو برابره کړې او د خدای ورکړې ښایست له نعمت څخه هم برخمن دی. څرنګه چې له څېرې او ظاهره څخه د اسلامي امارت مجاهد ښکاري. نو په رسنیو کې د واه مجاهدا او واه سنګرا خبري کوي. په دې مرکه کې خبریال د خبرو په جریان کې له مرکه کېدونکې څخه پوښتنه کوي چې څو کاله دې د اسلامي امارت په صف کې په جهاد او سنګرونو کې تېر کړي دي؟ مرکه کېدونکی چې یوه ورځ او یو ساعت یې هم په سنګر او د اسلامي امارت په لیکو کې تېره کړې نه ده. د خبریال دې پوښتنې ته هک پک، حیران پاته شي. ثانیې ورته دقیقې او دقیقې ورته ساعتونه ښکاري. څه وکړي او څه ووایي؟ که هر څه ووایي حقیقت یې معلومیږي، ځکه تصویر او څېره یې ټولو ته ښکاري او یو درجن خلک یې پېژني چې عالي جناب له سنګر او مجاهدینو سره هیڅ ډؤل تعلق او رابطه نه وه.
هدفم مې دا دی چې تل ځان هغه ډؤل معرفی کړی چې یاست! کنه نو یوه ورځ به بیا د رښتیا په میدان کې په ټپه دریږی. او پاته شوه وظیفه او دنده، هغه خو بېله هغه هم اسلامي امارت د اهلیت او وړتیا پر بنیاد ولس استخداموي. او که ستاسو په تقدیر کې کوم منصب او کومه څوکۍ لیکل شوی وي، هغه به ضرور در رسیږي او د ځان بدلولو او بدل ښکاره کولو له لارې یې نشی ترلاسه کولای او که ترلاسه یې هم کړی نو عزت او خوشحالي پکې حاصلولای نشی.
که تاسو خپل اصلي شخصیت ښکاره او خپل ځان هغه ډؤل چې یاست معرفي کړی هم د نظام مسؤولین ستاسو سره دوه مخې چلند او برخورد نکوي، ځکه د اسلامي امارت سینه پراخه او غېږه يې خلاصه ده. تبعیض، تعصب او تنګ نظري پکې نشته! له فتحې وروسته د افغانستان ټول ولس د اسلامي امارت ولس او رعیت دی. اسلامي امارت د ټولو په وړاندې مسؤولیت لري او خپل مسؤولیت په احسنه طریقه ترسره کوي. کنه نو اوس به ډېر هغه خلک چې پرون یې د ناټو په مراکزو کې د ښځینه او نارینه نظامیانو سره عکسونه اخیستي، په لوړ مسؤولیتونو او دندو کې نه وای.
که ځان مجاهد معرفي کړی دا کار به ستاسو شخصیت ته هیڅ ګټه ونکړي او نه هم که خپل ځان څرنګه چې یاست معرفي کړی، ستاسو له شخصیت او اهلیت څخه به څه کم نشي. لیکن ستونزه دا ده چې نن سبا هر څوک خپل ځان مجاهد معرفي کول غواړي او بیا چې کله کردار او رفتار یې خلاف وي، نو په اصل کې مجاهد ورسره بدنام کیږي او د انتقاد او نیوکې لاندې راځي.
هغه بله ورځ مې هم د ملګرو په یو مجلس کې ګډون درلود، ملګرو د خپلو تېرو وختونو کیسې کولې او زاړه یادونه یې تازه کول. یو کس هم د هغه وخت د جهاد او سنګرونو کیسې شروع کړې او چي حقیقت ووایم، ماته یې ډېر ښه خوند راکړ. ځکه داسې د حماسو او شاهکارونو داستانونه يې ویل چې زه کې مې ویل چې کاشکې یو ځل بیا د جهاد او سنګر دور راشي چې موږ هم د خپل زړه بړاس په دغه ډول خالي کړو.
لیکن کیسه هغه وخت خرابه شوه چې د داستان په نیمی کې یو ملګري چې هغه هم په دغه سیمه کې وخت تیر کړی او د هغه ځای ځایګی مجاهدین یې ښه په زیر او زؤر پېژندل، ورڅخه پوښتنې پیل کړې، د څو پوښتنو جوابونه یې ښه په شرنګ او تیزی سره ورکړل، لیکن وروسته پکې په ټپه ودرید اوس نو ملګري ټول ورته متوجې شول. سړی داسي شو، ته وایې چې یوه ورځ مخکې یې لا پور یې پړی کړی او وچ کالبد پاته دی.
مقصد مې دا دی چې څرنګه چي یاست، ځانونه معرفی کوئ. کنه یو وخت او یوه ورځ به سپینې ته دریږی!.