امريکا: په کاليفورنيا ايالت کې مسجد سوځول شوی دی

د امريکا په کاليفورنيا ايالت کې پرون دجمعې په ورځ يوه مسجد ته اور اچول شوی، امريکايې چارواکو نن رسنيو ته وويل چې دپيښې په اړه څيړنې روانې دي، خو ښکاري داسې لکه چې قصدي عمل وي.
دکاليفورنيا دپوليسو يو تن قومندان په خپله ټويټر پاڼه ليکلي وو: چې دپيښې په اړه پلټنې روانې دي ترڅو وښيې چې دا عمل خو به قصدي نه وي، خو نوموړي ددې خبرې پخلۍ کړی چې د اور له امله په مسجد لمبې بلې وې او لوخړې ترې پورته کيدلې، خو ځاني زيان نه لري.
د ؛کې اي اس کيو؛ په نوم سيمه ييز تلويزوني چينل ويلي چې د؛پالم سپرنجز؛ په نوم دمسلمانانو دټولنې مسؤولينو ورته ويلي چې دمسجد ودانی ته سوځوونکي بمونه غورځول شوي وو.

خالد عزيز

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button