کوټه کي دپولیو په مرکز چاودنه کي ۱۴ پولیس وژل شوي

دبلوچستان په مرکز کوټه کي دپولیو واکسین په مرکز دچاودني په ترڅ کي ۱۴ تنه پولیس وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان شوي دي.

سیمه ييزو پولیسو ویلي، چي چاودنه نن سهار دکوټي ښار سټلايټ ټاون سیمه کي دګوزڼ (پولیو) واکسین مرکز ته څېرمه ترسره شوه.

روغتیايي سرچینو ویلي، چي په چاودنه کي ۲۰ تنه وژل شوي، چي د۸ تنو روغتیايي وضعیت نازک دی.

ویل شوي، چي دپيښي ډیری قربانیان دپولیو دمرکز ساتونکي دي.

دپولیسو یوه مشر ویلي، چي په چاودنه کي له ۴ څخه تر ۵ کیلو پوري چاوديدونکي مواد کارول شوي و.

پولیسو ویلي، چي دپيښي په اړه یې پلټني پيل کړي دي.

دچاودني پړه کومي وسله والي ډلي منلې نه ده، خو ځیني ډلي په پاکستان کي له واکسين سره مخالفت ښيي او په واکیسناتورانو او دهغوی په ساتونکو پولیسو بریدونه ترسره کوي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button