د نورستان برګمټال کې ۳۷ تنه عسکر ، پولیس او اربکیان طالبانو ته تسلیم شوي

عزم : (چهارشنبه، مرغومي ۲۳مه، ۱۳۹۴ ل): د نورستان ولایت د برګمټال ولسوالۍ اړوند ۳۷ تنه پولیس ، عسکر او اربکیان وسله والو طالبانو ته تسلیم شوي.
خبر وایي . تسلیم شویو حکومتي عسکرو او اربکیانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم وسله والو طالبانو ته سپارلي دي.
وسله والو طالبانو په یوه لیږلي ایمیل کې ویلي، ۳۷ تنه عسکر، پولیس او اربکیان په څو اونیو کې د نورستان په برګمټال ولسوالۍ کې ورته تسلیم شوي .
طالبان وایي ، ۱۳ تنه عسکر ، ۱۳ تنه پولیس ، ۶ تنه د جاسوسي اداري کامندان او ۵ تنه اربکیان په تسلیم شویو کې شامل دي.
طالبان وایي ، یاد عسکر او پولیس د حقائقو په درک کولواو د علماء کرامو او قومي مخورو په هلو سره د مزدورې ادارې له ناولولیکو نه رابیل او مجاهدینو ته تسلیم شول.
چارواکو تر دا مهاله په دې اړه څه ندي ویلي خو د یادونې وړ ده چې تېره ورځ هم د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې ۲۳ تنه حکومتي عسکر وسله والو طالبانو سره یو ځای شوي وو.
اصف افعان
Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button