د واورې او زیاتې یخني له امله هرات کې شپږ تنه وژل شوي

عزم(دوشنبه، ۲۳ مرغومی) : د هرات ولایت څخه په ورکړل شویو راپورونو کې راغلي دي چې د دغه ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د سختې یخني له امله شپږ تنه وژل شوي دي.

راپورونو کې راغلي چې یاد کسان له ۱۸ څخه تر ۵۰ کلونو عمر په مابین کې دي او د کروچه، پوردار او خرچان کلیو اوسیدونکي ديچې په تیرو دوه ورځو کې د سختې یخني له امله وژل شوي دي.

همدا راز ویل شوي چې سلګونه څاروي هم په شمال، ختیځ او لویدیځو ولسوالیو کې د زیات یخ له امله مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې وړمه ورځ هم د دغه ولایت په انجیل ولسوالۍ کې شپږ تنه د زیاتې واورې د اوریدو له امله مړه شوي وو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button