د ریل پټلۍ ملي اداره: تېره یوه اوونۍ د ریل پټلۍ له لارې څه باندې ۹۱ زره مټریک ټنه لېږ رالېږد شوی

عزم (سه‌شنبه، د سلواغې ۲۴ مه، ۱۴۰۲): د ریل پټلۍ ملي اداره وایي چې په تېره یوه اوونۍ کې د ریل پټلۍ له لارې څه باندې ۹۱ زره مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.
دې ادارې نن (سه‌شنبه د سلواغې ۲۴مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د حیرتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو له لارې ۹۱ زره ۵۹۳ زره مټریک ټنه توکي وارد او صادر شوي دي.
د اعلامیې له مخې د حیرتان بندر له لارې ۷۱ زره ۵۰ ټنه، د اقینې له لارې ۱۱ زره ۴۶۳ ټڼه او د تورغونډۍ بندر له لارې ۹۰ زره ۸۰ ټنه نفتي او غیرنفتي توکي لېږد رالېږد شوي دي.
د دې ادارې د مسوولانو په وینا، په دې انتقالاتو کې تر ډېره وچه مېوه او د انارو جوس شامل دي.
دې ادارې ویلي چې یاده اداره د سوداګرو لپاره په لېږد رالېږد کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو هڅې کوي.
د ریل پټلۍ ادارې تر دې وړاندې د ریل پټلیو له لارې د ۷۹ زره ۸۳۴ مټریک ټنه توکو د انتقالاتو خبر ورکړی و.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button