پر ځان متکي شئ
لیکوال: عبدالله افغان
کله مو هم په دې اړه فکر کړي چې خپل د ژوند مصرف له کومه کوو، ماشومان و د مکتب دوره مو تېره کړه هره ورځ مو له مورکۍ څخه د کاغذ ،قلم او خوراکې توکو لپاره پیسی لاسته راوړي مور هم پرته له کوم دلیل څخه راته په جان او قربان د جب خرچه راکړي چې زویه سبق وایه!
د پوهنتون دوره شوه هلته هم له پیل نه تر پایه پلار راته مصرف استولی چې زویه تشویش مکړه او خپل سبقونه وایه! مونږ هم کله درس لوستۍ او کله مو له ملګرو سره بهر سات تیری کړی ده.
تر دې چې د پوهنتون دوره مو پای ته ورسیده او مونږ فارغان شو پلار راته ګوژدنه هم وکړه او د واده مراسم مو هم په خیر تیر شو اوس نو باید وظیفه وکړو تر څو د پلار ستړيا دمه شی او مور مو راباندی شکرګزاره شی، دا چې د کورنۍ دغه ارمان پوره کړو باید د وظیفی په اړه فکر وکړو دا زمونږ د ژوند تر ټولو ستر چلنچ ده چې بیا ورته اندیښنی کړو که مو د تعلیم او تحصیل له دروي پوره ګټه پورته کړی وی د دندی په پیدا کولو کې به راسره مرسته وکړی او که له دغه دوری مو استفاده نه وی کړی نو بیا وچې شونډی کله یوه بهانه او کله بله بهانه چې هله واسطه ده او هله رشوت دي مونږ ته څوک چانس نه راکوی حال دا چې مونږ خپل تیر نه را یادوو او خپل ځان نه ملامتوو پړه په نورو اچوو په دې نه پوهیږو چې مسول مونږ یو.
د یو په ځوان صفت کله مو هم د خپل مصرف په اړه فکر کړي؟ کله مو هم دا کوښښ کړی چې د خپل مصرف لپاره باید کار وکړو زیار وباسو تر څو په خپلو کورنیو باندي بوچ نه شو تر څنګ یې ورسره مرسته وکړو د ژوند په ځینو مواردو کې ورته لاس ورکړو زه په دې اړه مطمین یم چې زمونږ په ټولنه کې په ټوله ځوانان په دې فکر دي چې زمونږ مصرف باید مور او پلار راکړی دا د هغوی وجیبه ده خو بیا ديته فکر نکړو چې دغه وجیبه تر کومه؟ ایا د ژوند تر پایه؟ ایا دا ضروری ده چې مور او پلار دې مونږ ته ودونه هم وکړی او تر هغی ورسته بیا مونږ کار کړو او خپل کورنۍ ته یو څه پیسی راوړو؟
هر انسان باید په دې اړه جدی فکر وکړی تر څو خپل مصارف پخپله لاسته راوړی که چيری په دي اړه فکر او اقدام وکړو نو بیا به د خپلۍ کورنیو د ځوانانو تر منځ یوه نمونه یو د هری کورنۍ لپاره به مثال یو چې فلانکی خپل مصارف پخپله لاسته راوړی حتی خپل مور او پلار یې هم ورته د احترام په سترګه ګوري ځکه د دوی د اږو بار نه دي یو ازاد انسان دي خپله د خپل خوښیو په اړه تصمیم نیسی، ځینی معاصر فیلسوفان په دې نظر دی کوم انسانان چې ورکړه کوی هغوی په ټولو ګران او د احترام وړ وی او کوم انسان چې هر وخت له نورو غوښتنه کوي هغه د ټولو په وړاندی ټیټ او پریوتی وی.
د پوهنتون دوره د ځان جوړونې دوره ده کله چې یو ځوان پوهنتون ته داخل شی لومړی باید په دې اړه فکر وکړی چې نور باید په خپل ځان متکی شم نور د پلار له جیبه بس ده! ځینی به دا پوښتنه وکړی چې زمونږ په ټولنه کې چانس نشته چې کار وکړو مجبور یو چې د مور او پلار نه مرسته تر لاسه کړو. که چیری انسان د دي سوال ځواب ته رښتونۍ وی نو کولای شی چې ورته لاره پیدا کړی
او له لاندي طریقو نه استفاده وکړی:
- د بیلګی په ډول زمونږ ننۍ نړي ډيره سره لنډه ده یو ځوان چې د پوهنتون دوری ته رسی هغه لږ تر لږه له کمپیوټر سره اشنا وي که نه وی نو د پوهنتون په ماحول کې کولای شی چې له خپل ملګری نه د کمپیوټر زده کړه وکړی د پیسو پیداکولو تر ټولو اسانه کار نن زمانه کې کمپوزنګ ده یعنی د کمپیوتر له لاری لیکل چې په دې میدان کې ډیر کمې شته د چاب موسسی ځوانانو ته اړتیا لری چې ورسره د پسیو په مقابل کې کار وکړی. یو ځوان د پوهنتنو له لیلی هم کولای شی چې کمپوزنک وکړی او هم خپل درسونه منظم کنترول کړی او مقابل کې یوه مناسب عاید هم تر لاسه کړی.
ځینی به وایی چې مونږ نشو کولای چې هم د پوهنتون درسونه سرته ورسوو او هم کار وکړو دا منم چې په لومړیو ورځو کې به ستونزه وی خو د وخت په تیریدو سره دا ستونزه په هوس او خوند بدلیږی زما ډیر خواریکښ ملګری له دې لاری خپل عاید لاسته راوړی.
- دوهمه اسانه لاره ډیزایننک ده دغه کار د فوتو شاب او کوررلډرا له لاری کیدای شی دواړه ډیر ستونزمن پروګرامونه نه دی هر انسان کولای شی چې لنډه موده کې یی زده کړه وکړی او له دې لاری خپل مصارف پوره کړی.
- دریمه لاره د ترجمی ده اکثر افغانان په فارسی ،پښتو او اردو ژبو باندی په بشپړ ډول تسلط لری او یو څه اندازه په عربی اوانګلیسی ژبو باندی هم پوهیږی دا یوه ستره پانګه ده او باید تری استفاده وشی له دې لاری دوی کولای شی چې مطالب خپلۍ ژبی ته وژباړی او نسبت لومړیو دوه طریقو ته له دی لاری ډیر امتیاز تر لاسه کوی.
دا لاری اسانه او تر څنګ یي د یو ځوان داخلی مهارتونه ژوندی کوی، د پوهنتون د دوری له پای وروسته بیا هم انسان ډیر په دندی باندی متکی نه وی ځکه د عاید یوه لاره لری او له ډیرو ستونزو به خلاص وی.