میرمن کلنټن دامریکاولسمشریزو ټاکنو ته خپله نومادي اعلان کړه

دامریکادپخواني ولسمشر بل کلنټن میرمني او دبهرنیو چارو پخوانۍ وزیري دامریکا د۲۰۱۶کال ولسمشريزو ټاکنو ته دديموکرات ګوند له لوري خپله نوماندي اعلان کړه.

دا دوهم ځل دی، چي میرمن کلنټن دامریکادولسمشرۍ لپاره نوماندیږي، په ۲۰۰۸ کال کي يې دديموکرات ګوند په منځ کي دسیالۍ په ترڅ کي داوباماپه وړاندي ماته وخوړه او وروسته یې سمدلاسه داوباما ملاتړ اعلان کړ.

میرمن کلنټن خپل اعلان په ټولنیزو رسنیو کي دیوې ويدیو په ترڅ کي وکړ، هغې ژمنه کړې، چي دامریکادمنځنۍ طبقې خلکو ته به توجه کوي.

هغې ویلي، چي امریکایان یوه مدافع ته اړتیا لري او زه غواړم همدا مدافع واوسم، ترڅو تاسو وکولای شئ، ډیر پرمختګ وکړئ.

سروې ګاني ښيي، چي میرمن کلنټن په دیموکرات ګوند کي غوره کاندیده ده او ښايي په ۲۰۱۶ کال کي له جمهوري غوښتونکو څخه انتخابات وګټي.

له بله پلوه په ټولنیزو رسنیو کي دهغې له کاندیدي څخه ځینو کسانو ملاتړ کړی دی او ځیني کسان يې په کانديدي حیران شوي دي او په هغې یې ملنډي هم وهلي دي.

ځینو کسانو دهغې په لوړ عمر نیوکه کړې، بعضو کسانو ليکلي، چي اوس دمیرمن کلنټن لپاره ددې وخت دی، چي په خپل کور کي کښېني او دخپل خاوند کالي وتو کړي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button