د آزادۍ راډیو چلوونکو ته تسلیت !

لیکوال:زخمي افغان

د آزادۍ راډیو چلوونکیو !

د کعب بن اشرف خیلخانې!

 تسلیت درته وایم … نه پوهیږم ستاسو په زړونو به څه تیریږي؟  نن ستاسو له خورا ستر غم څخه خبر شوم ، خبر شوم  چې د دیارلسو کلونو خوارۍ،بي خوبۍ،تکلیفونه،مشقتونه او د ایمان پلورنې او وجدان خرڅونې هڅې مو بې ځایه ثابتې شوي دي،په دیارلس کلن کار مو هیڅ نتیجه نه ده مرتبه شوې او نن مو د دیارلس کلن اجرتي کار شرم آوره پایله د خپل رسمي فیسبوک پر صفحه پرته ده.

هوکې، نن مې ستاسو په فیسبوک صفحه ستاسو لخوا د ترسره شوې سروې په  نتیجه کې ولیدل چې په سلو کې ۹۷ افغانان ستاسو د امریکایي اشرف غني او روسي ببرک کارمل په ځای مؤمن او افغان ملامحمد عمر مجاهد د خپل مشر په حیث خوښوي.

د آزادۍ چلوونکیو ! د کفر او بي دینۍ لپاره ستاسو دیارلس کلن چوپړ به مې هیڅکله له یاده ونه وزي،ستاسو شرم آوره کیسه او عبرتناک عاقبت به مې همیشه په یاد وي،چې څرنګه دیارلس کاله پخوا نړیوال یرغلګر کفر د اسلام د مقدس دین او افغان درانه اولس  د تحقیر،بدنامۍ او اضمحلال لپاره د تبلیغاتي جنګ په اروپایي سنګر کې توظیف کړئ، ځنګه یې د مصرفي بي روحه  موادو  غوندې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه راټول، له خپل دین،خپل اولس، خپلې کورنۍ، خپل مور او پلار، خپل کلي او خپل هیواد څخه را جلا او د اروپایي هیواد چک جمهوریت  په تبلیغاتي کمپ کې یي د سي آی اې د پروپاګند میز ته کینولئ.

ستاسو هغه بوږې غاړې، هغه خوبولې غږونه، هغه د نیمي شپې کاري شیفټونه  او د کفر لپاره  کلونه کلونه  مسلسل کار مې همدا اوس په ذهن کې غزونې کوي، هغه صحنې را یادیږي چې د اروپا په نیمه شپه به د سهارنۍ خپرونو لپاره پاڅیدلئ، خو ددې په ځای چې د شپې په تیاره کې یوځل خدای یاد کړئ، یا یوه سجده  تهجد یا د سهار لمونځ وکړئ، یوازې مو دامریکا تبلیغاتي چینل فعالول اولویت باله،ځکه دغه وخت ستاسو ایمانونه ، ستاسو وجدانونه او ستاسو انسانیت ګرو شوی و،تاسو ته نوې قبله  واشنګټن ټاکل شوی و او اړ وئ چې په هر حال او هرډول شرایطو کې یوازې د لیبرال کفر په لیبرټي راډیو کې  یوازې  د شیطان د تبلیغاتي بوغیو  رول اداء کړئ .

د آزادۍ چلوونکیو ، خبریالانو،نطاقانو، پروډیوسرانو  او نورو کارکوونکو!

تاسو دیارلس کاله له خپلو اسلامي ګټو، له خپل افغانیت او خپل وجداني انانیت څخه لاس ومینځه، تاسو له ځانونو یوازې  منځ ګوګي  بوقونه / بوغۍ  جوړې کړې  او یوازې هغه څه  درکې پو شول او وویل شول چې د کفر په ذهن کې دشیطان القاء وه ، تاسو د سپینې مانۍ ، کانګریس،راند کارپوریشن  او نورو شیطاني ادارو  تبلیغاتي مواد په ډیره امانت دارۍ  نشر او خپاره کړل، په دې لاره کې مو د خپلو ټولو اصالتونو او ارزښتونو پرضد له هیڅ قربانۍ مخ وانه ړاوو، حتی خپلې ښځې او ماشومان مو د پراګ په امریکایي کمپونو کې ګرو کړل، او خپل راتلونکی نسل مو له هره اړخه له پردیتوب او د بي هویتۍ له خطر سره مخامخ کړ … مګر بیا هم ..

مګر بیا هم موږ وینو چې ستاسو ټولې هڅې په باد لاهو شوي ، ستاسو دیارلس کلن کار او تبلیغاتي هڅو هیڅ نتیجه نه ده ورکړې، لا هم  افغان اولس د شیطان د مفکورې په ځای د رحمان مفکورې ته ترجیح ورکوي، لا هم د بیروت د شیطاني یونیورسټۍ په نسبت ورته د دهراود  خړه مدرسه  معظمه او مکرمه بریښي،لاهم  د امریکایي مفکر په ځای افغاني ملا ته احترام او عقیدت لري او ستاسو د سترګو په وړاندې  یي ستاسو په ادعاء شوې بې پرې نظرپوښتنه کې په  مطلق اکثریت کامیابوي .

نو ددې  لړزوونکي واقعیت له امله درته وایم ،چې د شیطان لارویانو! تل همداسې خائب او خاسر اوسئ!

تاسو چې د شیطان لاره نیولې  نو دغه ډول ذلت او ناکامي باید وزغمئ، ځکه تاسو په ضعف او ذلت محکوم یاست  الله تعالی فرمایي : ان کید الشیطان کان ضعیفا

ستاسو ذلت یوازې دنیاوي نه دی بلکې په عقبی کې هم درته تلپاتې ذلت انتظار باسي، هغه ذلت چې له امله به یي ستاسو مخونه د اوس په نسبت ډیر خړ او سپیره وي،چې بیا به نه اوباما او جان کیري په ښمر درشي او نه به مو شیطان د مخ پاکولو او غبار څنډلو وس ولري .

ووجوه يومئذ عليها غبرة ترهقها قترة أولئك هم الكفرة الفجرة. سورة عبس

ترجمه : او پر ځینو مخونو به هغه ورځ دوړې وي، توروالی به ورباندې خپور وي او همدغه  کافران او فاجران دي.

صدق الله العظیم

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button