تازه خبر: لغمان کې یوه افغان عسکر امریکايي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

تیره شپه د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ د ګمبیري ډاګ په پوځي مرکز کې په میشتو امریکايي عسکرو مخامخ وسلوال برید ترسره کړ، چې له امله یې امریکايي عسکر ته مرګ ژوبله واوښته، تر دې مهال د پیښې د تلفاتو په اړه د لغمان امنیتي چارواکو څه نه دي ویلي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټیوټر پاڼه باندي خبر ورکړی چې ددوئ یو تن نفوذي مجاهد د ګمبیري ډاګ په بیس کې په امریکايي ځواکونو د خپل ټوپک شپیلې را اړولې، ۱۱ تنه امریکايي عسکر یې وژلي.ذبیح الله مجاهد وایي، وروسته د مقابل لوري په ډزو نفوذي مجاهد هم ووژل شو.
نوموړي زیاتوي حمله کوونکي کس عبدالباري د عبدالجلیل زوي د علیشنګ ولسوالۍ دقلعه نجیل اوسیدونکی دی،له ډیره وخته د همدې هدف لپاره د ملي اردو په لیکو کې ځان ځاي کړې وو.
د یادې پیښې په اړه تر اوسه پوري نه ایساف او نه هم د افغان حکومت امنیتي ارګانونو جزیات ورکړي.
تیره اوونۍ هم یوه افغان عسکر (عظیم جان)په ننګرهار کې په امریکایی ځواکونو برید ترسره کړ، ۷ بهرینو عسکرو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
احمد بشار