اصلاح ټولنه:دکندهار سرپرست والی دنبوی صلی الله علیه وسلم د سیرت سیالی مخه ونیوله
دکندهار ولایت سرپرست والی ډاکټر توریالی ویسا په دغه ولایت کی دمسلمانو ځوانانو دټولنی لخوا جوړیدونکی دنبوی صلی الله علیه وسلم دسیرت سیالۍ مخه ونیوله
په هیواد کی داصلاح ټولنه وایی له هغه وروسته چې د یوی فرانسوی مجلې لخوا پېغمبر صلی الله ته د سپکاوی کارتونونه خپاره شول، د افغانستان داصلاح ټولنی اړوند د مسلمانو ځوانانو برخی لخوا په ټول هېواد کې د لاریونونو او د سیرت پوهنې ترڅنګ د سیرت سیالۍ هم په لاره واچول شوه ، چې د پلان سره سم د دی سیالی لپاره په کندهار کې هم نوم لیکنه له نژدې یوې میاشتې را په دې خوا پیل شوی وه .
د سیرت ددې سیالۍ د ازموینې اخستلو وخت را ورسېد او د سیالۍ ټولو ګډونوالو ته خبر ورکړل شو، چې ازموینه باید په عیدګاه جومات کې واخستل شی، خو د کندهار والی ددې سیالۍ سره خپل مخالفت څرګند کړ او ویې ویل چې یاده سیالی باید په کندهار کې په لاره وا نه چول شی.
د سیالۍ یو تن تنظیموونکی او مسئول احمد ضیاء حسین خیل اصلاح رسنیز ګروپ ته وویلی ، چې په یاده سیالۍ کې ۱۴ سوه کسانو نوم لیکنه کړې ده، چې ۱۰۰ تنه یی ښځینه او نور ټول نارینه دی.
ښاغلی حسین خیل وایی، چې هره پنجشنبه د کندهار په ولایت کې د والی په ګډون اداری مجلس جوړېږی، چې په یاد مجلس کې د مسابقې د ازموینې خبره هم شوې وه، چې په هماغه مجلس کې والی امر کړی و، چې دا مسابقه باید په کندهار کې جوړه نشی.
د حسین خیل په خبره، چې والی په مجلس کې ویلی دی، چې دمسلمانو ځوانانو ټولنه ثبت نشوی نه ده او کوم بنسټونه چې ثبت نشوی نه وی، د دا ډول پروګرامونو په لاره اچولو اجازه هم نه لری، په داسې حال کې چې دمسلمانو ځوانانو ټولنه په کابل کې د عدلیې وزارت له لوری ثبت او راجستر شوی ده او له دی مسابقې پرته یې په کابل سربېره په نورو ګڼو ولایتونو کې سترې مسابقې په لاره اچولی دی.
د نوموړی په وینا چې د والی ددې خبرې څخه وروسته هغوی د کندهار په عدلیې ریاست کې هم دمسلمانو ځوانانو ټولنه ثبت کړه، خو والی له هغه وروسته هم مسابقې ته اجازه نه ورکوی.
د کندهار د والی ویاند دوا خان مینه پال له اصلاح رسنیز ګروپ سره په یوه مرکه کې ویلی ، چې د کندهار والی د سیرت النبی له مسابقې سره هیڅ ډول ستونزه نه لری، خو د مسابقې د تنظیمونکو، اود حج او اوقافو ریاست ترمنځ یو ډول سوء تفاهم رامنځ ته شوی دی، چی دا کار د مسابقې د ځنډ لامل شوی دی.
ایدیتور:اجمل خیرخواه
کابل