په جنوب کي يوې چاودني دوه پولیس وژلي

دزابل ولایت امنيتي چارواکي وايي، چي ددې ولایت په شهرصفا ولسوالۍ کي دماین دچاودني په ترڅ کي دوه پولیس وژل شوي دي.

دچارواکو په وینا، چي چاودنه نن سهار ۸ بجې دېرش دقيقې دشهر صفا ولسوالۍ په مربوطاتو کي شوې ده.

دشهرصفا ولسوال ملک علی محمد ویلي، چي دپولیسو موټر دګزمې په حال کي وو، چي دماين ښکار شو او په ترڅ کي يې دوه پولیس ووژل شول او یو پولیس ټپي شو.

تراوسه کومي ډلي ددې بریدپړه په غاړه نه ده اخیستې، خو په زابل ولایت کي طالبان پراخ حضور لري، چي وخت ناوخت په پولیسو او اردو بریدونه ترسره کوي.

دا بريد په داسي مهال شوی، چي تیره ورځ هم په شهرصفا ولسوالۍ کي دپولیسو او طالبانو ترمنځ نښته رامنځ ته شوه، چي یوشمېر پولیسو ته پکي مرګ ژوبله واوښتله.

زابل ولایت دهیواد یو له نا امنو ولایتونو څخه دی، چي پراخي سیمي یې دوسله والو طالبانو په ولکه کي دي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button