ګوګل نړيوال شرکت تر ټولو کوچنی کمپیوټر جوړ کړی
ګوګل د اسوس شرکت په مرسته د (یواس بي ) فلاش په اندازه تر ټولو کوچنی کمپیوټر جوړ کړی .
دغه کمپیوټر چې د یواس بي یا قلم په اندازه تر سترګو کیږي خو دا په اصل کې لوي کمپیوټر دي او هغه ټولې چارې چې عام کمپیوټرونه يي په مخه وړي دغه وړوکی کمپیوټريي هم وړتیا لري .
د ګوګل شرکت وايي دغه کمپيوټر يوازې سل امریکايي ډالر قیمت لري او هرڅوک يي د اخیستلو توان لرلی شي .
د ګوګل نړیوال شرکت مسؤلینو ويلي دي چې دا کار يي پدې موخه کړی چې د هغو خلکو ستونزه پرې حل کړي کوم چې د غټو کمپیوټرونو د اخیستلو توان نلري .
د ګوګل کروم یوه غړي کروم بیټ ويلي دي چې ددغه کمپيوټرځانګړتیاوې دادي چې ۲ جی بي ريم ۱۶ جي بي ميموري د یواس بي لپاره ځانګړی ځاي واي فاي بلوټوټ او دیته ورته نور زیات شمير د اړتیا پوره کولو امکانات لري .
سميع شینواری