د شپې ښه خوب کولو لپاره دغه شپږ لارښونې عملې کړئ – ښه خوب کولو لارښوونې

ښه خوب کولو لارښوونې ـ شپې ښه خوب کولو لپاره دغه شپږ لارښونې عملې کړئ: د الارم لپاره موبایل د بسترې ترڅنګ کیښودو پرځای د الارم والا ساعت کیښودل په کار دي.

د کارپوهانو په وینا ډیری داسې کارونه دي چې مونږ یې په ناخبرې ترسره کوو، او مونږ دا احساس نه کوو چې هغه کارونه زمونږ خوب تر کومه حده پورې اغیزمن کوي.

د خوب نه پوره کیدل یا زمونږ په بدن کې داخل ساعت (Body Clock) اغیزمن کیدلو سره مونږ ژور خفګان او (بايې پولر ډس آرډر) په شان ناروغیو اخته کیدای شو. نو ځکه د ښه خوب په اړتیا پوهیدل تر ټولو مهمه دی.

اوس پوښتنه دا ده چې داسې څه باید وکړو چې په خوب کې خلل پیدا نه شي.

په ماښام کې د روښنایي حد تنظیم کړئ
د موبایل او لیپ ټاپ استمالول په اوس وخت کې د نشې په ډول عام شوي دي، پر دغې نشې اخته کسان خو په لیپ ټاپ تر ساعتو ساعتو سریالونه او فلمونه ګوري خو ډیر کم پوهیږي چې دغو کړنو ترسره کولو سره زمونږ خوب خرابیدلای شي.

دغه الیکترونیکي الات یو خاص طاقتوره آسماني رنګه روښنایي پریږدي. دغې روښنایي له وجې په بدن کې د میلاتونین هورمون په سمه توګه نه خپریږي، دا هغه هورمونونه دي چې د خوب لپاره مهم دي.

د سري پوهنتون پروفیسر (میلکم فون شانتز) دا مشوره ده چې د خوب کولو څخه نیم ساعت مخکې باید د دغو الیکترونیکي الاتو استمال بند کړای شي.

په کور کې او په خاصه توګه د خوب خونې کې د آسماني رنګه روښنایي سربیره د روښنایي نورې آلې هم باید کم کړای شي. دغه د لیمپ ګروپونو سره هم کیدای شي او د خوب کولو په خونه کې د تیاره کولو لپاره د تیاره کیدو پردې هم لګولی شئ.

وخت پابند اوسئ
هفتې ختمیدو په شپه تر ناوخته پورې د ویښ پاتې کیدو ته خو به مو ډیر زړه کیږي خو د ښه خوب برقراره ساتلو لپاره د وخت پابندي هم ضروري ده.

هره شپه په یو وخت ویده کیدل ډیر ښه ثابیتیدلی شي. هر وخت چې د ویده کیدو په وخت کې تغیرات راځې هغومره به مو صحت لپاره خطر زیاتیدلی شي.

خوب خونه باید راحته وي
خوب ځای شاوخوا لیپ ټاپ، چارجر او نورو الاتو ګډوډ غورځول د ډیرو خلکو لپاره به عادي خبره وي مګر که مونږ ښه خوب کول غواړو نو په دې پوهیدل ډیر اړین دي چې د خوب خونه که څومره آرامه او راحته وي نو هغومره به مو خوب ښه راځي.

بهتره به دا وي چې موبایل، لیپ ټاپ او نور الیکترونیکي الات په بلې خونې کې کیښودل شي، او په موبایل کې د الارم لګولو پر ځای د الارم ساعت واخیستل شي. خونه کې یخوالی او ګرموالی هم مهم کردار ادا کوي. په ګرمي کې یخ ځای او په ژمي کې ګرم ځای کې ویده کیدل د بدن لپاره ډیر آسانه وي.

ویده کیدو څخه مخکې باید دا کارونه وکړو
ویده کیدو څخه دمخه کوم کارونه که تاسو هره ورځ ترسره کړې نو بدن په دې پوهیږي چې اوس د خوب وخت دی لکه د کتاب مطالعه، حمام کول او داسې نور. څرنګه چې تاسو دغه کارونه شروع کوې نو بدن په خپله د خوب لپاره اماده کیږي.

ډیری والدین د خپلو ماشومانو سره همداسې کوي. ځینې والدین خپل ماشومان د ویده کولو څخه دمخه دوې ته شیدې ورکوي او یا حمام ورته کوي. او همدارنګه ځینې یې بیا په کیسو اوریدو سره بلد کړي وي.

دغه کارونه هره ورځ کولو سره د ماشومانو بدن همداسې عادت شي او بدن یې پوهیږي چې اوس یې د خوب کولو وخت دی

له کافین څخه لرې اوسئ
تاسو به دا محسوس کړای وي چې د شپې ناوخته پورې د کافې څښلو سره خوب له مینځه ځي. د دغه وجه په کافي کې کافین وي. مګر کیفین یواځې په کافي کې هم نه وي بلکه په چای او نورو ډیرو یخو مشروباتو کې هم موجود وي.

په ماښام کې د چای او کافې څښل هم ستاسو خوب متاثره کولای شی، ځکه چې د کافین اثرات زمونږ په بدن کې د پنځو څخه تر نهو ساعتو پورې پاتې کیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button