افغانستان فوټبال لوبډلې د سوريي نه سخته ماتې وخوړه
د روسې ۲۰۱۷ کال مقدماتي سیالیو په لړ کې د افغانستان او د سوريې ترمنځ په لومړۍ سیالۍ کې سوريي افغانستان لوبډلې ته په شپږ صفر ماتې ورکړه .
دغه لوبه د ایران ثامن لوبغالي د افغانستان په کوربتوب تر سره شوه، چې دې سوريې او افغانستان ترمينځ د فوټبال لومړۍ سیالی وه .
په پیل کې د منصور فقيري په پام کې نه وه چې دی به ميدان ته ورشي چې کله میدان کې ولیدل شو سوريې ټيم له لوري يي درې ګولونه وخواړه بیا منصور فقيري خپل ځاي فریدون کوهستان ته پرېښوده .
سوريې لوبغاړو د لوبې په نیمه کې درې ګولونو ووهل ښه تېزه لوبه يي پيل کړه ، افغانستان په دویمه برخه کې ډيرې هڅې وکړې خو په ګول ونه توانېدل .
د لوبې وروستۍ برخه کې هم سوريې په اسانۍ سره دوه نور ګولونه پر افغانستان ووهل په ۹۰ دقیقو کې افغانستان لوبډله ماته شوه وروستی ګول يي په عمر خاربين ووهه او لوبه د سوريې ټيم پخپل نوم کړه .
د افغانستان لوبډلې روزونکی بوسنیايي (سلاوان سکیلزیچ ) وه چې نوی د افغانستان ټيم سره یو ځاي شوی وه ، تردې د مخه هم نوموړی د افغانستان د لوبډلې روزونکی پاتې شوی وه .
سميع الله سعادت