تازه خبر: دباغران امنیه قومندان او ۲۵ پولیس وژل شوي دي

طالبانو تېره شپه دهلمند ولایت دموسی کلا ولسوالۍ ته څېرمه د آډې په سیمه کې دباغران په امنیه قومنداني وسلوال بریدونه کړي دي

ویل کیږي چې په برید کې دباغران امنیه قومندان (جهادي) هم وژل شوی دی

دطالبانو دراپور له مخي په برید کې دامنیه قومندان (جهادي) په ګډون ۲۵ پولیس وژل شوي دي

دطالبانو له لوري دعزم عملیاتو له پيل راهسي دهیواد په ډېرو برخو کوې بریدونو شدت موندلی دی  دګډ حکومت ی د کورنیو چارو وزیرهم دوې اونۍ وړاندي دطالبانو دبریدونو په زیاتوالي اعتراف وکړ او  ویې ویل چې هره ورځ سلګونه بریدونه کیږي

دامنیتي چارو کارپوهان دطالبانو بریدونه تعرضي ګڼي  او زیاتوي چې دولتي سرتيري په دفاعي حالت کې قرار لري

دباغران په امنیه قومندانۍ په دغه تازه برید کې طالبانو یو شمېر مهمات هم نیولي دي قاری یوسف احمدي زیاتوي چې په دغه جګړه  چې څلور ساعته روانه وه په پورته مرګ ژوبله سربېره یې ګڼ مهمات ونیول شول  احمدي وایي  چې په جګړه کې یې ملګرو ۳ ثقیلان ۱۴ کلاشنکوفونه ۲ راکیټ ۲ توپانچې ۱ چریکي هاوان ۲۲پيره دراکیټ مرمۍ ۳غټي مخابرې ۲ کوچنۍ مخابرې او ۱ رینجر نیولي دي

دهلمند ولایتي چارواکو تر دې دمه دیاد برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي

جاوید احمد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button