هلمند:موسی کلا کې اوولس پوليس وژل شوي

afghanistan_musa_qala

لښکرګاه(عزم : شنبه، غبرګولي ۲۳مه، ۱۳۹۴ل)

د هلمند ولايت په موسی کلا ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او پوليسو تر منځ په نښته کې لږ ترلږه اوولس پوليس وژل شوي دي.

د موسی کلا ولسوالۍ امينه قومندان محمد عيسی رسنيو ته ويلي دي چې تېره شپه په يادې ولسوالۍ کې د پوليسو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته وشوه چې په نتيجه کې يې ۱۷ تنه پوليس وژل شوي دي او ۳ نور ټپيان دي.

محمد عيسی زياته کړه چې طالبانو د پوليسو درې رينجر موټر سوځولي او دوه نوريې له مهماتو ډک له ځان سره بېولي دي.

محمد عيسی دا هم وويل چې د طالبانو ددغه بريد په شاتمبولو له پاره مو له نږدې پوستو مرسته وغوښته خو هغوی زموږ مرستې ته رانغلل.

 ديادونې وړ ده  چې تېره شپه هم په ياده ولسوالۍ کې د طالبانو او پوليسو تر منځ په نښته کې پنځلس پوليس وژل شوي او پنځلس نور طالبانو ژوندي له ځان سره بيولی.

په دې وروستيو کې دطالبانو د پسرلينو عملياتو له پيل کولو سره د هيواد په بېلا بېلو سيموکې ناامني زياته شوې او ګڼ شمېر ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دي.

ديادې پېښې په اړه تر اوسه طالبانو څه نه دي ويلي.

 

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button