هندوستان: دغربت له امله نوی زېږېدلی ماشوم وپلورل شو

child4

هندوستان (عزم : شنبه، غبرګولي ۲۳مه، ۱۳۹۴ل)

دهندوستان په شمال ختيځ تريپوره ايالت کې د يوې کورنۍ له خوا يو ماشوم د غربت اوناچارۍ له امله وپلورل شو. د تريپوره په منډا بستي کلي کې رنجيت تانتي خپل څلورم بچی د زوکړې نه يوازې يوه ورځ وروسته په ۴۵۰۰ هندي کالدارو وپلوره.

رنجيت تانتي  ويلي چې کله دغه ماشوم زما د ميرمن په نس د درې مياشتو شو نو ما غوښتل چې دغه ماشوم  د عملياتو په واسطه ضايع کړم خو د ګاونډ خلکو مې پرېنښودم او راته يې وويل چې داسې خلک شته چې دغه ماشوم وپيري نو له همدې امله يې زه له خپلې ارادې راوګرځولم.

رنجيت تانتي زياته کړه چا چې زما بچی واخيسته هغوی ډېر ورته خوشال وو او ماته يې ۴۵۰۰ هندي کالدارې راکړې.

د دغه نوي ماشوم مور ويلي چې ما او رنجيت تاتني ته په دغه سودا کې هيڅ خفګان نشته ځکه چې موږ نه شو کولای چې دغه بچی په دې غربت کې رالوی کړو موږ غواړو چې په دغو پېسو د خپلې کورنۍ ژوند ښه کړو.هغه اوس يوې شتمنې کورنۍ ته لاړ او هلته به يې ژوند ښه شي او موږ هيله لرو چې دا به له غټېدو وروسته ښه ژوند،موټر او کور هم ولري.

 

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button