غزل/جانان خدرخېل

خوند او عزت دی پکې زیات له بادشاهۍ ملنګه
ګـــوره چې تېر نشې له خپلې ملنګۍ ملنګه
ستا په کچکول کې خو پرته ده فلسفه د عشَق
سـتـا د څپلۍ له بنـــده وګـرځه نـړۍ ملنګه
بخت دې له تخته ښایسته دی سپېڅلتوب دې منم
له کــراماتـو دې خـالــي نه ده ځولۍ ملنګه
څیرې ګرېوان ته دې تاجونه شه لوګی، سپېلنی
ورکه دې مه شه دا کږه وږه پګـــړۍ ملنګه
زمونږ له سره مه شې کم په زنده ګۍ ملنګه
ډیوه دې مړه مه شه تر ډېره د ځوانۍ ملنګه
خیر مـو په تا او دیدنـونه مـو په تا پېرزو دي
زمونږ کوڅې په تا ښایسته دي د یارۍ ملنګه
که لاروی شوې “خدرخېله” د کاروان د مینې
نوم به دې لیکي په ورغــوي ښاپېرۍ ملنګه
جانان خدرخېل
۱۳۹۴/۳/۲۰