دروسيې ۲۳ پوځیان دودانۍ دنړيدلو په پېښه کي وژل شوي

۲۳ روسي پوځیان دسايبيریا په لويدیځ داومسک ښار ته څېرمه دسرتیرو داستوګنځای دنړیدلو په پېښه کي وژل شوي دي.
دروسيې ددفاع وزارت ویلي، چي دغه پېښه تیره شپه دماسکو په ختیځ ۲۲۰۰ کيلومترۍ کي داومسک ښار ته څېرمه دسپيتلوية په سیمه کي هغه مهال رامنځ ته شوه، چي کله دسرتیرو داستوګني دڅلور پوړيزي ودانۍ یوه برخه ونړيدله.
نن سهار دژغورني ټيمونو وکولای شوای، چي تر ودانۍ لاندي د۲۳ تنو پوځیانو جسدونه راوباسي.
په دغې پېښه کي ۱۹ تنه پوځیان ټپیان شوي دي، چي دروسيې ددفاع وزارت په وینا، ټول ټپيان دچورلکوپه وسیله ماسکو ته وليږدول شول.
دځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
دروسيې ولسمشر ويلاديمير پوتین په دغې پېښه خواشيني څرګنده کړې او دوژل شویو پوځیانو کورونیو ته یې تسلیت ویلی دی.
نوموړي ددفاع وزیر ته سپارښتنه کړې، چي دټپيانو درملني ته بشپړه توجه وکړي.
روسي چارواکو ویلي، چي دپيښي په اړه یې پلټني پیل کړي او په دې اړه څېړنه کوي، چي دغه پېښه خو به دغفلت له امله نوي رامنځ ته شوې.
دغه ودانۍ په ۲۰۱۳ کال کي تر ترمیم وروسته دروسيې ددفاع وزارت داستوګني لپاره وړ بللې وه، چي تر دغې پيښي وروسته يې په سیمه کي ټولي ترمیم کړای شوې ودانۍ له پوځیانو خالي کړي دي.
عادل خپلواک