بېلري بمونه یادمرګ بېلرونه او دسورییانو عام وژنه

ليکنه: موسی مهاجر

دبېلري بمونو اصطلاح دسوريې له پاڅون څخه څه باندي یو کال وروسته په لومړي ځل د۲۰۱۲کال په اوړي کي چي دسوريې انقلاب شدت موندلی وو درسنیوله لاري وکارول شوه، چي دبېلري بمونو تر بریدونو لاندي سوري وګړو ورته «دمرګ بېلرونو» نوم ورکړ.
بېلري بمونو چي دسوريې رژیم يې دخپلي بقا لپاره دخپلو مخالفینو اودسوريې دعامو وګړو په ضد کاروي، په سورییانو کي سخته ویره خپره کړې ده، ځکه همدې بېلري بمونوپه لسګونو زره کورنۍ دویر په ټغر کښېنولي دي، زرګونه مندي يې بوري کړي، په زرګونو ماشومان یې  دموراوپلار درحمت له سیوري محروم کړي او یتیمان کړي دي، په زرګونو میرمني يې سرتوري کړي او ډیرپلرونه اومندي يې دځګر له ټوټو بې برخي کړي دي، همدې بېلري بمونو سوریه په کنډوالو بدله او لوټي لوټي کړه،  دمرګ بېلرونو په میلیونونو سورییان کډوالۍ ته اړ او په لکونو کسان یې دځمکي له سره دځمکي په تل کي ژوند کولو ته مجبورکړي دي.
درژيم له بېلري بمونو څخه له طرطوس ولایت پرته په ټوله سوریه کي نه کوم کور، نه کوم جومات، نه روغتون، نه مدرسه او ښوونځی، نه کوم کېمپ او نه کوم بازار خوندی دی، بلکه دغو بمونو نه یوازي چي تراوسه یې لسګونه زره کسان په شهادت رسولي، بلکه دسوريې دپاته ولس ژوند يې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
دسوريې دبشري حقونوسازمان دبېلري بمونو په اړه په خپل راپور کي ویلي، چي داسد رژیم د۲۰۱۵ کال له پيله بیا تر مئ میاشتي ۶۵۰۰ بېلري بمونه دسوريې په بېلابېلو سیمو غورځولي دي او دجون میاشتي تر آخره پوري يې له ۱۱ زرو زیات بېلري بمونه دانقلابیانو تر ولکې په لاندي سیمو اچولي دي، چي په دې ترڅ کي دروان کال له پيله شاوخوا ۳۰ زره کسان ټپیان او وژل شوي دي، چي ډیری برخه یې دبېلري بمونو قربانیان دي.
په ولسي سیمو دبېلري بمونو کارول دنړیوالو قوانینو له مخي منعه دي، ځکه بېلري بمونه هدف نشي ويشتلای او نه دقیق په هدف لګيدلی شي، نوځکه يې په ولسي سیمو کارول منعه دي، خو تراوسه ملګرو ملتونو او دنړۍ دامنیت فريبکارو ټيکدارانو یعني نړیوالي ټولني ددغو بریدونو په مخنیوي کي هیڅ ډول اقدام نه دی کړی، بلکه یوازي يې په لفظي غندلو بسنه کړې او  دملګرو ملتونو امنیت شورا يوازي د بې پايلو غونډو په جوړولو اکتفاء کړې ده او په دې ډول يې یوازي خلکو ته فريب ورکړی دی.
دملګرو ملتونو امنیت شورا په تیرو څلور کلونو کي هيڅکله داسي غونډه راونه بلله، چي دسورييانو دعام وژني دمخنیوي لپاره پکي په یوه اقدام پرېکړه وکړي.
که څه هم په وارو وارو لسګونو هیوادونو دملګرو ملتونو له اړوندي امنیت شورا څخه غوښتنه کړې، چي دسوريې چارواکي دجنګي جرمونو په ترسره کولو سره دجنایاتو نړیوالي محکمې ته ورمعرفي کړي، غونډي وشوې، خو په دې اړه هیڅ ډول پرمختګ نه دی شوی، دجنګي جرمونو په وړاندي دمبارزې نړیوالي محکمې هم دسوریې دچارواکو په ضد داقداماتو له ترسره کولو ډډه کړې، ځکه دغه ډول اقدام دغرب په ګټه نه دي او دجنایاتو نړیواله محکمه په بشپړه توګه دغرب ترواک لاندي ده او یوازي دهغوکسانو په ضد حکمونه صادروي، چي دغرب له ګټو سره مخالف وي او هم په هغو سیمو کي دجنګي جرمونو پلټني کوي، چي دغرب له غوښتنو سره اړخ لګوي، لکه عمر بشیردسوډان ولسمشر چي دغرب دګټو مخالف دی دجنایاتو نړيوالي محکمې يې دنیولو حکم صادر کړی او دهغه په ضد يې پلټني پيل کړي دي او هم يې په دارفور کي دجنګي جرمونو په اړه څېړنه کړې ده.
دملګرو ملتونو له لوري دسولي هڅو هم ډرامه يي بڼه درلوده، دبان کي مون په غوښتنه په جينوا کي دسوریې دسولي کانفرانس یوازي یوه نمايشي بڼه لرله، ځکه له کانفرانس څخه وړاندي او دکانفرانس په ترڅ کي به دملګرو ملتونو او غربي هیوادونو چارواکو داسي څرګندوني کولې، چي دا خبري نشي بريالۍ کیدلی او سوله نشي راتللای، شاوخوا یو نیم کال دسولي له دغه ناکام کانفرانس څخه تیر شوی، خوله هغه راهیسي دسوريې دسولي لپاره دپام وړ هڅي نه دي شوي یوازي دهيلو په لرلو بسنه شوې ده.
غرب هم دسوريې دعام وژني دمخنیوي لپاره یوازي دغندلو او فريب ډيپلوماسي غوره کړې، هيڅ مسلمان  په سوریه کي دناټو دمداخلي ملاتړ نه کوي، خو ناټو دومره کولای شي، چي په سوریه کي دنوفلائی زون(دنه پرواز علاقه) په پلي کولو سره دسوريې درژیم له لوري دسورییانو دعام وژني مخه ونیسي، خو برعکس ناټو او په ځانګړې توګه امریکا په سوریه کي دنوفلائی زون له رامنځ ته کولو سره کلک مخالفت کوي، یوازي يې دائتلاف په جوړولو عرب هیوادونه دسوريې په جګړه کي ښکېل کړل او دخپلو وسلو دخرڅولو لپاره یې لاره جوړه کړه،  د۲۰۱۱ کال په اکتوبر میاشت کي دناټو عمومي منشي دليبیاپه پلازمینه طرابلس کي وویل، چي په سوریه کي نوفلائی زون نشي پلي کيدلی، د۲۰۱۴ کال په دسمبر کي دسپيني ماڼۍ ویاند جوش ايرنست وویل، چي امریکاپه سوریه کي نوفلائی زون ته تیاره نه ده، که څه هم ترکیې، عربي هیوادونو او دسوريې انقلابیانو په وارو وارو په سوریه کي دنوفلائی زون دپلي کولو غوښتنه کړې، خو داغوښتني یې هر وخت دناټو له لوري رد شوي دي او له دې سره مخالفت کوي، چي دامنیت شورا ته دنوفلائی زون په اړه قرارداد وړاندي کړي، ځکه په سوریه کي دنوفلائی زون په پلي کولو کي دغرب ګټه نشته او هغه جګړه چي دوی یې اوږديدل غواړي دنوفلائی زون په پلي کولو سره یوه طرف ته کیږي او هغه دسني او شیعه جګړه چي غرب يې په پيلولو کي مهم رول لرلی، بیا ختميدلی شي، چي غرب هیڅکله نه غواړي، چي دا جګړه ختمه شي او یا جګړه دمسلمانانو له کوره بهر ووځي، په دې برسېره دنوفلائی زون په پلي کولوسره دسوريې دمسلمانانو عام وژنه دريدلی شي، چي غرب هیڅکله نه غواړي، چي مسلمانان دي خوندي وي او ژوند دې وژغورل شي.
همداراز سپيني ماڼۍ، پينټاګون اودامریکا دبهرنیو چارو وزارت وخت په وخت ویلي، چي دوی دبشارالاسد درژیم له منځه تلل نه غواړي او دوی ددې ملاتړ نه کوي، چي بشارالاسد دي ختم شي، نو دنوفلائی زون په پلي  کولو سره امریکا خپلي دې موخي ته چي «دبشارالاسد دواک دوام دی» نشي رسيدلای.
څنګه چي بېلري بمونه غرب ته خطر نه دي او يوازي مسلمانان پرې وژل کیږي، نوځکه يې دمخنیوي لپاره دنوفلائي زون له پلي کولو سره مخالفت کوي، خو غرب دسوریې کیمیاوي وسلې چي داسرائیلو او غرب لپاره خطر وې، دغوطې دبرید په بانه چي شاوخوا ۱۶ سوه کسان پکي ووژل شول له سوريې  څخه یووړلې اوددغو وسلو دجوړولو ټول وسائل يې له منځه یووړل،
امریکا ددې لپاره چي داسرائیلو ګاونډ له کيمیاوي وسلو خالي کړي، په ۲۰۱۳ کال کي سوريې ته دبرید ګواښ وکړ، چي سوريه يې اړ کړه، چي دمسلمانانو او غريبو هیوادونو په ضد جوړ شوي دکيمیاوي وسلو دمخنیوي دسازمان کارکونکو ته اجازه ورکړي، چي دسوريې  دکيمیاوي وسلو دجوړولو وسائل چي دسوريې دولس امانت وو له منځه یوسي اودغرب له لوري دسوريې ټولي کیمیاوي وسلې د۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو په ترڅ کي له دغه هیواده وایستل شوې.
دا یو حقيقت دی، غرب او دغرب تر لاس لاندي دملګروملتونو اداره هیڅکله نه غواړي، چي په سوریه کي دي دمسلمانانو عام وژنه ودریږي، بلکه هغوی ددغې جګړې اوږدولو او دسورييانو عام وژني ته دوام ورکول غواړي، نو باید اسلامي هیوادونه دسورییانو دعام وژني دمخنیوي لاري چاري ولټوي، ددې عام وژني مخه ونسي او سورییان له دې کړاوونو څخه راوباسي، اسلامي هیوادونه دسورييانو دژغورني لپاره دخپلو مصالحو په خاطردهر ډول اقدام حق لري او دغرب له خوښي پرته باید په یوه اقدام لاس پوري کړي او کنه وي، همداسي به ددې بې ګناه مسلمانانو ویني تويږي او ددې مسوولیت به دقاتلینو ترڅنګ داسلامي نړۍ واکمنانو ته هم راجیع کیږي  او دادی اوس داسد رژیم دبېلري بمونو ترڅنګ کانټينري بمونه کاروي، چي ولسي وګړو ته يې زیات زیان رسږي، دانن یې دحلب په الباب ښار کي دښځو اوماشومانو په ګډون ۳۵ تنه ولسي وګړي شهیدان کړي، چي ډیری یې دومره سوځيدلي، چي له پيژندلو وتلي دي.
دسوريې دولسي وګړو دژغورني او دسوري انقلاب دبریاليتوب په هيله

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button