پرمختللې الوتکه

امریکايی انجینرانو د امریکا د ولسمشر لپاره ځانګړي الوتکه جوړه کړي چې د ایرفورس ون په نوم یادیږي. او د نړۍ په کچه مصؤنه الوتکه ده.
دغه الوتکه د نورو ځانګړتیاوو ترڅنګ یو خاص امتیاز دا لري چې کیمیاوی یا ایټمي مواد ورباندي اثر نشي کولای .
د دغې الوتکې ټولې کړکۍ د مرمیو او چاودنو په وړاندي د مقاومت توان لري
د دغې الوتکي ټول داخلي مساحت تر څلور زره متره مربع پورې رسیږي چې تر سلو پوري مسافر نقلولی شي او دالوتکي دننه د بیړڼیو غونډو لپاره یو جلا خاص دفتر هم جوړ شوي دي چي د ضرورت په وخت کي په الوتکه کي د ننه جمهور رییس له خپلو لوړ پوړو چارواکو او سلاکارانو سره یوځای بیړنۍ غونډه هم کولای شي او همدارنګه د پیلوټانو په شمول دغه الوتکه کي ټول ۲۶ کسان کارکوي.
دا الوتکه درې پوړه لري چي یو پوړ کې د جمهور رییس او ملګرو لپاره یو وړوکی روغتون هم جوړ شوی چې ولسمشر او ملګري یی د اړتیا په وخت کي کولای شي دغه روغتون کي درملنه وکړي.
همدارنګه په الوتکه کې د ننه دوه پخلنځي جوړشوي چې په یوه وخت کي د سلو ۱۰۰ کسانو لپاره په ډیره لوړه سویه ډوډۍ تیارولای شي.
دغه الوتکه په یوه ساعت کې ۶۵۰ کیلومتره سفر کوي د الوتکې پر جوړولو باندي ټول ټال ۶۶۰ شپږ سوه شپیته ملیونه ډالره مصرف شوی، په هوا کې له بلې الوتکې څخه تیل هم اخیستلای شي او په یوه ساعت کي ۵۶ زره ډالره مصرف لري.
یعنې کله چی د امریکي ولسمشر له ا امریکی څخه افغانستان ته راځي یواځې دالوتکي مصرف یی څه کم یو میلون ډالرو ته رسېږي.
بخت الرحمن بخت