د روژې پنځه ویشتمه تحفه

لیکوال : نثار احمد صمد

درنو لوستونکو ، د روژې وروستۍ لسیزه د قرآن د نزول او د اسلام د ظهور شپې دي . لیلة القدر ( یعنی د قدر او قدرت شپه ) د دې لسیزی په طاقو شپو کی یوه ده . نن پنځه ویشتمه روژه ده ، نو ښایی همدا نن شپه لیلة القدر وی ( والله اعلم ) . دوې طاقی شپې تیری سوي او دوې نوری طاقی شپې راروانی دي ؛ یعنی دوې تیری او دوې نوری ! ځینو علماوو ویلی دي چی یو کال یوه طاق شپه لیلة القدر وی او بل کال بیا هغه بله طاق شپه وی . خو ډیرﺉ اصحاب ، تابعین او تبعه تابعین د روژې اووه ویشتمه شپه لیلة القدر بولی ( مګر الله بهتر پوهیږی ) . په دغه شپه عبادت او الهی ذکر د یو زر میاشتو عبادت څخه هم بهتر دی . نو په همدې تمه لطفأ د روژې پنځه ویشتمه تحفه قبوله کړﺉ او خپل ځوابونه راولیږئ . موږ به د ټولو برخو ځوابونه تر روژې وروسته انشاالله اعلان کړو ، والسلام ، ( ن . صمد nsamad57@hotmail.com ).

پوښتنی :

۱ ـ په سورهً الاحزاب کی رسول الله (ص) په کوم لقب سره یاد سوی دی ؟

۲ ـ په قرآن مجید کی د کومو ظالمانو نومونه ذکر سوي دي ؟ نومونه یې واخلیً .

۳ ـ عیسی (ع) په کوم سورت کی د رسول الله (ص) د راتګ بشارت ورکړی دی ؟

۴ ـ الله تعالی د خپل کلام په کوم ځای کی فرمایلی دي چی د دې کتاب ساتونکی زه پخپله یم ؟

۵ ـ په قرآن مجید کی درسول الله (ص) نوم یعنی « محمد » څو واره ذکر سوی دی ؟

۶ ـ که یو څوک پخپله د روژې میاشت ووینی خو حکومت روژه اعلان نکړی نو ؟

الف : باید روژه و نه نیسي ؛

ب : باید روژه ونیسی ؛

ج : باید اعلان ته منتظر سي ؛

د : باید د مسجد د امام څخه پوښتنه وکړی .

۷ ـ که څوک په روژه کی تر سهار کېدو مخکی په خوله کی نسوار واچوي او بیده سی ، خو وروسته چی راکښینی سهار سوی وی مګر نسوار یې په خوله کی وی نو ؟

الف : هغه باید تف کړی او روژه یې صحیح ده ؛

ب : روژه یې ماتیږی او قضایی پر واجب ده ؛

ج : قضایی او کفاره دواړه به ادا کوي ؛

د : اختیار لري .

۸ ـ پر میړه د ماندینې کوم حقوق دي ؟

الف : خوراک ، لباس ، استوګنځی ( رهایش ) ؛

ب : د وعده کړل سوي مَهر ادا کول ، نازول ، مینه ورسره کول ؛

ج : د اولاد په زوکړه کی ، بیا د هغوی په تعلیم کی مرسته ، د هغې راضي ساتل ؛

د : ټوله صحیح دي .

۹ ـ د احد د غزا داستان په کوم سورت کی راغلی دی ؟

الف : آل عمران ؛

ب : البقره ؛

ج : الکهف ؛

د : التوبه .

۱۰ ـ د افک د قضیې په سر پر چا باندی حد اجرا سو او هغه څه و ؟

الف : مسطح بن اثاثه ، حسان بن ثابت ، حمنة بنت حجش ( ۸۰ دُرې ) ؛

ب : مسطح بن اثاثه او حسان بن ثابت ( ۸۰ درې ) ؛

ج : حسان بن ثابت او عبدالله بن ابی ( سنګسار ) ؛

د : ټوله غلط .

او دا هم د نن زرین اصل : خپله ژبه د بل په عیب لټولو مه ککړوه ، ځکه چی عیب خو ته هم لرې او ژبه هغه هم لري !

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button