سياسي يتيم ..!!!

لیکنه : موسی فرهاد 

   یتیم طبعاً ماشوم وي ، او ماشوم د عقل لخوا نیمګړی وي .  او  ډېر ځله ځیني یتیمان بل نژدې سرپرست هم نلري ، نو هغه یتیم ماشوم چې د خپل خپلوانو له سرپرستۍ هم محروم وي ؛ په خپل کورني چاپیریال (کلي) کې داسی شرارتونه کوي چې خپله خو یې همېشه سر پکښي مات وي  ، ولي  د ګاونډیانو یې هم خوب ناآرامه کړی وي .  او یا وخت ناوخته ورته نه جبرانیدونکی ضرر هم ورسوي .

  د انجینرصاب ګلبدین ، اوسني غیر نورمال کریکټر او تاریخي شالید ته که سړی ځیر شي ؛ نو کټ مټ د پورته  یتیم رول یې لوبولی او لوبوي یې  .

  هغه افغانان چې د نوموړي له رواني حالت  سره آشنا دي او د هغه تاریخي نادودي ورته معلومي دي ؛ نو له داعش سره د خپلوۍ ډرامه یې هیڅ ناپړیته نه ورته ښکاري ، وایي  باید چې دا کار  یې لا څه وړاندي کړي وای  .   ځکه نوموړی همیشه دا ډول ایکټونه ، فقط د خپل رواني تکلیف  د تسکین لپاره کوي ، بي له دې چې د هغې کړني مثبت یا منفي اړخ وسنجوي .  موږ او تاسو او حتی د حزب اسلامي ګوند خپله  د دغه ناروغ دیکتاتور د کړنو شاهدان  اوسیدلي ، او یُو .

وضاحت  :

…. یوټکی چې باید واضح کړم هغه دا  چې حزب اسلامي من حیث تنظیم  دافغانستان په جهادي جغرافیه کې ښه مقام لرلی دی ، له کمیونیزم سره په مبارزه کې د دغه ګوند هغه پخواني مشران مجاهدین ، چې تر رسمي تأسیس وړاندي فعال و ؛ د پام وړ  ځای  لري ، لکه عبدالرحیم نیازی او ملګری یې .  په دې ګوند کې ډېر داسی وګړي وو ، او شته چې د جهاد په لاره کې یې ښه ډېري ستړیې ګاللې دي .  خو هغوی اکثراً یا خو لا له وړاندي شهیدان شوي او یا يې اوس د ټولنیز غیرسیاسي ژوند لاره اخیستي ده   . …….!!!

    مګر د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ چې اوس کومه ډلګۍ پاتي ده ؛ او مِن و عَن  د حکمتیار د ګفتار  او کردار   ړانده مُقلِّدان دي ؛ که دې ته د سیاسي یتیمانو نوم ورکول شي ؛ مناسبه به وي ،  ځکه کړني یې د پورته تعریف شوي یتیم سره شباهت لري ، دوی چونکه په سیاسي ډګر کې د سختي ماتي او شکست څخه همیشه ځوریږي او په افغاني جامعه کې یې اوس د شاباش او آفرین ویلو څوک نشته ، د دوست او دښمن دواړو په وړاندي یې اعتبار بایللی دی ،    د مخکني او اوسني طولاني انقلاب په اوږدو کې د حکمتیار صاب د قدرت او آنانیت شدیده غریزه هیڅکله پوره نشوه ، او نه یې په راتلونکي کې کوم چانس ترسترګو کیږي ،  دې حالت نوموړې ډلګۍ خصوصاٌ  حکمتیار په سخت ټینش او رواني تکلیف مبتلاء کړیدي .

     اوس تقریباً د افغانستان ټول پاپولیشن  پر دې متفق دي چې حکمتیار پخپل ژوند کې یو ارمان لري او  هغه دی ، مطلق العنان قدرت .  د دې قدرت د ترلاسه کولو لپاره هغه له هیڅ ډول  کړني څخه مخ ، نه اړولی او نه یې اړوي .

     مختصراً  به هغه څه را یاد کړو چې ګلبدين  د تېر او اوسني انقلاب په جریان کې ترسره کړي  :   

 ۱ –  د سردار داؤدخان د واکمنۍ پرمهال حکمتیار په ښه او بد پوهـ شوی ، له هغه سره یې دښمنۍ ته ملا وتړله  ، پاکستان ته واوښتی ، له هغه ځای نه یې داؤد ته د جلاد قاتل خطاب کاوه ،

۲ –  څه موده وروسته چې د کمونستانو کودتا شوه ، د نورو افغانانو د جهاد د اعلان ترڅنګ ، حکمتیار هم د کمونیستانو مخالفت ته را وړاندي شو .

۳ –  په پیښور کې جهادي تنظیمونو یوقسم ګډ جهادي نظم ترتیب کړ ، په ګډه یې غوښتل چې د کمونیستي رژیم په وړاندي مقاومت ته دوام ورکړي ؛  خو حکمتیار یې مخالفت وکړ ، د مجاهدینو هر پلان به یې تخریباوه ، او ویل یې چې غربیان غواړي چې بنسټپال (حکمتیار) ګوښې ته کړي او غرب پال (نور مجاهدین) را میدان ته کړي ،او زه به هیڅکله دې کار ته اجازه ورنکړم .  له همدې ځایه وه چې په هره سیمه کې چې به چیري د مسلمانانو ترمنځ جګړه شوه ، نو یو طرف به یې د حکمتیار قومنده وه ،  په شمال کې یې  د سیدجمال په نوم یو قومندان په یوه ورځ کې ۳۰ تنه  مجاهدین قومندانان په شهادت ورسول .

۴ –   څه موده وروسته د سرسخت کمونیست شاه نواز تڼي سره ، حکمتیار ائتلاف وکړ او غوښتل یې چې کابل  یوازي دی ونیسی او بیا مطلق العنانه واکمني په لاس ورشي .  خو له رسوائۍ پرته بل څه په لاس ورنغلل . په داسي حال کې چې نوموړي به ویل :  نور مجاهدین تش په نامه د آزادۍ جګړه کوي ، له کمونستانو سره زما غوندي دښمني نلري .

۵   د نجیب رژیم ترسقوط وروسته یې د پیښور او پینډۍ هغه معاهده چې له نورو تنظیمونو سره یې په ګډه کړي وه ؛  ماته کړه او ترټولو مخکي یې د کابل په شاوخوا کې ټانګونه او توپونه تیار کړل .  پلمه یې وکړه چې کمونستان په دې نظام کې موجود دي ، اشاره یې دوستم ته وه ، زه یې نه پریږدم .  په یوه ورځ کې یې ۳زره راکټونه پر کابل و اورول .  بې شمېره بې ګناه وګړي یې په شهادت ورسول .

۶ –    څه وخت وروسته یې  ناڅاپه له اوزبک ملیشه ئي قوماندان  جنرال دوستم سره د همآهنګي شورا په نامه  ائتلاف جوړ کړ ، پر کابل یې بمبارونه پیل کړل ،  ترڅو کابل په یوازي سر ونیسی او ځان پکي واکمن کړي ،

۷ –    دا مهال نو  ډېری واقعي مسلمانان مجاهدین هم له ده نه بیزاره شول ، او پرلاره نه ورسره تلل ،  ده هم د جګړې لپاره ، د زرداد ، قلم ، چمن ، سیدجمال ، او داسی نور … ټوپکمار جنایتکاران  را میدان ته کړل ، هغوی ته به یې پیسې ورکولي ، ترڅو د قتلونو ، غلاګانو ، قطاع الطریقۍ او هر قسم جنایاتو بازار ورباندي ګرم کړی ،

۸ –   د نظار ډلګۍ یې بیا هم د کمونیزم بقایا بلله او هر ډول جوړجاړی یې ورسره ناممکن باله ،  خو څه وخت وروسته یې د ناټو د اوسني مفتي (سیاف) په شیطاني منځګړیتوب په ماهیپر کې ورسره جوړه وکړه او په کابل کې یې د صدراعظمۍ ماموریت ورکړ ، ترڅو د طالبانو په وړاندي له نظار شورا سره هم سنګره شي  . او له همغه وخته یې طالبانو ته  د انګریزانو خطاب پیل کړ .

۹ –    د وخت په تیریدلو سره یې چونکه څه ګټه ونه موندله ، ځکه چې کابل هم د طالبانو لاس ته ولویدی . او پنجشیري قومندان احمدشاه مسعود ، دی له وخته پیژندی او اعتماد یې نه ورباندي کاوه ،  نوموړي بیا لاره بیله کړه ، اعلان یې وکړ چې زه له دې ائتلاف نور وتلی یم ، دوی زما د قتل اراده لري .

۱۰  –   ګلبدین حکمتیار دا مهال ایران ته پناه  یو وړه ، په داسی حال کې چې تر دې وړاندي یې ایران په نړۍ کې د مسلمانانو سرسخته دښمن باله ، د حرکت انقلاب اسلامي د تنظیم مرستیال مولوي نصرالله منصور یې له دې امله ترور کړ چې ویل یې ، له ایران سره یې سیاسي اړیکي شته . او ایران د مسلمانانو دښمن دی

۱۱ –   هلته (په ایران کې) یې کار یوازي  دا وو چې د طالبانو پر خلاف یې پروپیګنډه کوله ، کتابونه یې لیکل ، کله به یې یو تور ورباندي لګاوو ، کله بل ، خو په خبرو یې هیڅ چا هم اعتماد نه کاوو ځکه چې ده ملت ته امتحان ورکړی وو ،

۱۲ –    ۵کاله وروسته ایران ځواب ورکړ ، له خپله ملکه یې وشاړه ،  نوموړی بیرته پاکستان ته ولاړی او هلته یې له مقاماتو سره خپله پخوانۍ یارانه بیا تازه کړه ،  ایران ، شمال ټلواله ، طالبان ، نور جهادي تنظیمونه ، عرب او عجم یې ټول خپل دښمنان معرفي کول .

  په دې وروستیو کې د ایران په اړه چا پوښتلی وو چې تا خو مخکې ایران  د مسلمانانو دښمن باله ؛ او بیا دې هلته پناه اخیستي وه ، حکمتیار ورته ویلي و :   زه ایران ته  د دې لپاره تللی وم چې د ایران خبث ځان ته  ښه معلوم کړم .   اوس راته معلوم شو چې د مسلمانانو په وړاندي دویم اسرائیل دی .

۱۳ –   له ایران څخه تر شړلو وروسته حکمتیار بیا حالات وڅارل چې په کابل کې د ده لپاره هیڅ د پام وړ کرسۍ خالي نه وه ، او نه ورته شرائط مساعد وو چې تشریف وروړي ؛  فوراً یې د اعلاء کلمة الله او استقلال لپاره د جهاد ږغ اوچت کړ .   خو په ضمن کې يې خپل قومندانان او آسامیان  وهڅول چې ورشئ د امریکایي ادارې دننه چې کومه چوکۍ په مخه درځي ؛ اشغالوئ یې خو د حزب نوم مه اخلئ ، ځانونه غربي دیموکراتان معرفي کوئ  ، معاشونه اخلئ  او  همدا مو جهاد  دی .

۱۴ –  حکمتیار په شمشتو کې خپل تبلیغاتي کمپاین ته ادامه ورکړه ، چې اکثره برخه یې د طالبانو پرخلاف وه ، په داسي حال کې چې طالبانو نه پخوا ، د حزبیانو په ضد څه عکس العمل ښوولی ، نه اوس او نه په مستقبل کې د حکمتیار غوندي ناروغانو سره د سیالۍ اراده لري .

۱۵ –  کله چې طالبانو د جهاد په سنګر کې د یرغلګرو ملا ماته کړه او په نړیواله سطحه طالبان وځلیدل ، دښمن هم په دې معترف شو چې د یو ریښتیني حقیقت په توګه یې ومني ، د مذاکراتو او  جوړجاړي عجز او زارۍ یې پیل کړي ، دا حالت بیا په هیڅ صورت حکمتیار صاب ته د زغم نه وو .  ځای ، ځای به یې د طالبانو په وړاندي خپل وسلوال تحریک کول چې له طالبانو سره مزاحمت وکړي ، او ځان مطرح کړي ، همدا وو چې څو ځله یې په ځینو سیمو کې له طالبانو سره نښتي وکړي .

۱۶ –   په قطر کې د طالبانو دفتر د نړیوالو توجه جلب کړه ،  حکمتیار صاب ته هیڅ داسی موقع په لاس نه ورتلله ، نو یې کابل ادارې ته پلاوي لیږل چې په کابل کې دفتر ورکړي ، ورپسي یې اعلاميې صادرولي چې له کابل سره مذاکراتو تیار دی ، خو د کابل ادارې یې هم هیڅ خبري ته غوږ ونه نیوی او نه یې ورباندي حساب کاوه ،

۱۷ –   دا مهال نو حکمتیار صاب ته یوه مشغله ورپاتي وه چې پر فیسبوک به یې د ځوانانو هغه مسخرې او تبصرې هم پخپل فلسفیانه انداز ځوابوولي چې چا به  د ده خلاف  پوسټ کولي ،

 ۱۸ –   ناڅاپه  د سعودي او ائتلافیانو له لوري  د یمن پر حوثیانو برید پیل شو ، چې حکمتیار صاب یې فوراً د ملاتړ اعلامیه صادره کړه ، ترڅو ځان مطرح کړي ، خو هیڅ  د آفرین او شاه باش عکس العمل یې دلته هم ترلاسه نه کړ ،

۱۹ –   په ځینو هیوادونو کې د آزادو سازمانونو او ادارو له خوا د نظر پوښتني غونډې دائري شوي چې اصلی هدف یې د طالبانو وربلل وو ، ضمناً ځیني اهل نظره افغانان ، ژورنالستان او ورسره د حکمتیار صاب ملګري وروغوښتل شول ،  له دې نه هم د حکمتیار صاب برداشت له دې امله ناسم و چې دوی هیڅ پکي مطرح نشو ، غصه یې بیا هم سړه نشوه ،

۲۰ –    په کندوز کې د طالبانو د فتوحاتو په اړه یې په مستعار نامه پخپل قلم  یوه هیښوونکي مقاله ولیکله چې ویلي وو  :  د کندوز حالت ډېر خطرناک دی ، حکومت باید جدي اقدام وکړي ، دا اصلاً د پښتنو پر ضد توطیئه ده ،  په بل ځای کې وایي :  زما د معلوماتو پر آساس په کندوز او بغلان کې خو د حزب  قوت ډېر زیات دی ، هغوی چې ولسوالۍ نه نیسي ، فکر کوم علت یې همدا دی چې په دې نزاکت پوهیږي چې دلته بیا پښتنو ته نقصان رسیږي ؛ که داسي نه وای فکر کوم چې  حزب اسلامي به لا له وړاندي دغه یادي ولسوالۍ نیولی وای ،

۲۱     د دې لپاره چې له سختي انزوا او سیاسي شکست څخه ځان را وباسي او په میډیا کې ځان مطرح کړي ،  اعلامیه يې صادره کړه او پرخپله دلګۍ یې ږغ وکړ چې :  طالبان او شورای نظار  د حزب قسم خوړلي دښمنان دي ،  که د طالبانو او داعش سره جګړه وه ؛  د داعش په څنګ کې ودریږئ .

      دا نو د  ښاغلي حکمتیار وروستۍ ناپړیته وه چې څو ورځي وړاندي یې د شهادت ورځپاڼي له لاري خپره کړه ، او تراوسه یې په سوشل میډیا کې انګازې شته ، چې څوک ورته د مجنون خطاب کوي ، څوک ورته ناروغ وایی ، او څوک دکم فکره نوم ورکوي ، څوک ورته د چوکۍ مین لقب غوره کوي ، څوک یې پل شوم ګڼي ، څوک یې سیاسي خودکش بولي  او داسي نور . . .   خو ما ورته د سیاسي یتیم نوم غوره وباله .

جالبه دا ده چې له داعش سره د خواخوږۍ په دې اعلامیه کې یې بیا هم له داعش سره اخلاص کړی نه دی ، د خپل انانیت او قدرت غوښتني خانه یې بیا هم خالي پری ایښي ده . د مسلم دوست غوندي ړوند بیعت یې یې کړی نه دی ، فقط دومره یې کړي  چې (داعش) یې له طالبانو سره جګړي ته هڅولی او خپلو خلکو ته یی ویلی چې د طالبانو سره په جګړه کې د داعش  ملګري شئ .

  په دې سره نوموړي درې نکتې ښه  واضحه کړي : 

—   یو دا چې دا یې ثابته کړي چې داعش یوازي له مسلمانانو سره جګړه کوي ، له کفارو سره مشکل نلري  .

—  دویم داچې خپل ځان یې هم ښودلی چې  د اسلامي جنګونو ماهر دی .

—  درېیم داچې کابل ادارې او امریکایانو ته یې څرګنده کړي چې ما ته توجه وکړئ  ، زه به ستاسي په خیر شم ، جګړه به له طالبانو او شورا نظار سره پیل کړم ، له تاسو سره مې چې د جګړې تش په نوم اعلان کړی ؛ هغه به واپس واخلم .

خو حیف چې دا ارمان یې هم پوره نشو ، ځکه چې د داعش تر وضع ، رفع  مقدمه شوه .  دا  شیطاني دسیسه هم خدای تعالی د نورو دسیسو په څیر رُسوا او خونسا کړه .

 اوس نو د حکمتیار نژدې یاوران لګیا دي ، خبري ته یې  مبررات  لټوي ، کله وایی د ورورحکمتیار خبري ناسمي تعبیر شوي ، غربی رسنۍ په ورورحکمتیار پسي تبلیغات کوي .  حال داچې د دوی له خپلي رسمي ویبپاڼې او ورځپاڼي  څخه دا اعلامیه خپره شوي . که دا غربي رسنۍ وي خو بیا سمه ده .

افسوس  . . . !!!

       د افسوس ځای دا دی چې ولي یو مسلمان ، هغه هم  مشر ، ترخپل لاس لاندي خلک له نورو مسلمانانو سره جګړو ته هڅوي ، په دې کې خو د مسلمان قتل راځي او د مسلمان قتل د الله تعالی په نزد څومره ستر جرم دی ، حکمتیار صاب خو ځان ته مفسر هم وایی ، کله به یې د مسلمان د قتل په اړه قرآني آیتونه مخي ته نه وي ورغلي ؟

  افسوس چې یو مسلمان د نورو مسلمانانو په جګړه کې خپل خیر ویني .  حکمتیار  د خپل سیاسي  انانیت د غریزې د اشباع لپاره دا خیر ګڼي چې په افغانستان کې بیا مسلمان وژنه پیل شي .  واحد اسلامي قیادت له منځه ولاړ شي ، شیطاني ډلي ټپلي جوړي شي .

افسوس چې یو مسلمان افغان مشر له  دېرش کلن ناورین نه د افغانانو د ژغورلو پرځای ، د هغوی د نوري بدمرغۍ په لټه کې وي ، او د دویم ځل لپاره  د تباه کوونکو کورنیو جګړو زمینه سازي کوي .

افسوس چې له بهره را وارده شوي پدیده (داعش) حکمتیار د افغانانو پر شته رنځونو وراضافه کول غواړي .  او په بدله کې یې فقط او فقط د خپل ځان احتمالي او خیالي ښیګڼه لټوي .

  افسوس، او بیا هم افسوس  . . .

  پای  . . . ————————————————————————- !!!

موسی فرهاد

2015-07-13

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

  • عزم له هیڅ سیاسي ډلې  یا تنظیم سره تړاو نلري .
  • په عزم خپریدونکې مطالب د لیکوالو خپل نظریات دي د ادارې د موقف نمایندګي نه کوي .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!