ورور يعنې څه؟

دنیا هغه دنیا ده چې موږ پکې ژوند کوو. هغه دنیا چې الله تعالی زموږ د ګټې لپاره پیدا کړې ده او زموږ لپاره یې پکې بېلا بېل نعمتونه پیدا کړي دي. شمېرل یې اسان کار نه دی.
که ووایم نو خبره به مې دروغ نه وي چې یو له دغو نعمتونو ورور هم دی.
د ډېرو لوستونکو او اوریدونکو په ذهنونو کې به دا پوښتنه ګرځي را ګرځي چې ورور یعنې څه؟
نو زه نه شم کولی چې د ورور بې شمېره معناوې بیان کړم خو دومره وایم چې:
ورور زموږ بهترينه تکیه او سرمایه ده.
که ورور ولرې د دنیا سرې سکروټې وروسته پرېږده او بې غمه حرکت پرې کوه، ورور هغه څوک دی چې زموږ د څاڅکو څاڅکو اوښکو شمېرونکی دی او نه پرېږدي چې بې ځایه توی شي.
که چېرې د ماشومتوب خاطرات مو د شپې د اسمان پرمخ خواره کړو نو ورور به یې یو ځلانده ستوری وي.
ورور یوازینی هغه څوک دی چې ستا درد درک کولی شي او کله چې موږ خفه یاستو نو یوازینی هغه څوک دی چې هیله لرو تر څو درک مو کړي هغه ورور دی.
کله چې تېروتنه وکړو یوازینی هغه څوک چې موږ د تېروتنې د بیا تکرار او د شوې تېروتنې د بدو پایلو څخه مو ژغوري هغه ورور دی.
زموږ سرګردانه، له دښمنۍ ډک، بې مينې، تنها ژوند او نورې مختلفې ستونزې چې زموږ ژوند یې لري نو یوازینی هغه څوک چې زموږ د میرڅمن یا دښمن مخې ته لکه غر دریږي، بې له کومې توقع راسره مینه کوي، یوازیتوب ته مو نه پرېږدي او زموږ پر ځوړندو او وچو شونډو په خپلو نرمو خبرو سره موسکا خپروي هغه ورور دی.
ورور که په رښتیني ډول ورور وي موږ هېڅکله مرګ ته نه ورکوي، همدا اوس مې د یو شاعر دا بیت ذهن ته راغلو چې:
مرګیه پام راته له ځانه ګران دی
ما یادوه خو ورور مې مه یادوه
که ووایم دروغ به نه وي چې د ورور خبرې مې د خوښې موسیقي ده چې په اورېدلو یې زما د وجود او ذهن ستړیا له منځه ځي.
پدې ورانه دنیا کې یوازې ورور دی چې د پلار په شان درسره مینه لري، د خور په شان دې په ټوکو تنګوي، د مور په شان درباندې خفه کېږي او د یو ښه ملګري په شان دې ملاتړ کوي.
لکه څنګه چې طبعیت په باران تازه کېږي همداسې ورور زموږ د ژوند باران دی.
د پسرلي هغه لویه ونه چې پاڼو یې تازه شنې جامې اغوستې وي او لوی دروند سیوری یې غوړولی وي همداسې ورور زموږ په ژوند کې د لویې ونې بېلګه ده چې موږ یې د سیوري لاندې په هوسا ژوند کوو.
خو په لنډ ډول وایم چې هېڅ کومه خزانه د ورور له مینې سره د پرتلې وړ نه ده.

پایله:
په خپل ټولنيز ژوند کې له خپلو خپلوانو، کورنۍ او وروڼو سره تل په خوشحالۍ او اتفاق ژوند وکړئ.
د پیسو په مقابل کې یا هم د چا په خوله د هغوی عزت، ژوند او خوشحالي مه ورڅخه اخلئ.
ځکه یوازیني هغه څوک چې په سخته کې مو پکار راځي همدا دوی دي.

لیکنه: راشد درېځ

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button