ډیجیټل پیسه څه شی ده او څنګه منځ ته راغله؟
که پام وکړو نو په تېرو دوو لسیزو کښې نړۍ خورا ډیره ډیجیټل شوې ده او لا هم په دغه لار کښې هره ورځ بدلونونه راځي خو د اقتصاد په ډګر کښې کله چې په کال ۲۰۰۸ کښې نړیوال اقتصادی بحران راغلو او د نړئ په کچه ډیر شرکتونه او بانکونه له درنو تاوانونو سره مخ شول نو په دغه وخت کښې یو امریکایی چې په خټه جاپانی و او ستوشی ناکاموتو نومیده د رسنیو له لارې اعلان وکړو چې د دغه ستونزې له پاره یې تل پاتې حل لاره موندلې ده او په لومړي ځل یی د یوې نوې تکنالوژی چې بلاک چېن نومیږی په مټ نوې ډیجیټل پیسه یا کریپټو کرنسی بازار ته معرفي کړه. د دغې نوې ډیجیټل پیسې نوم بیټ کواین و چې لا تر اوسه هم د ډیجیټل پیسو په لست کښې په لومړی سر کښې ځای لري. له دې وړاندې چې په بیټ کواین وغږیږو، دلته پوښتنه دا پیدا کیږی چې بلاک چېن څه شی دی؟
ماهرین دې ټیکنالوژي ته د انټرنیټ دوهم نسل وایي یعنې په دې مانا چې د انټرنیټ لومړی نسل (چې مونږ یی اوس هم کاروو) له لارې یوازې معلومات د یو ځای نه بل ځای ته لیږو، یعنی که چیرې زه تاسو ته کوم انځور، ویډیو یا بل شی د انټرنیټ له لارې لیږم نو په حقیقت کښې زه تاسو ته یوه کاپی لیږم او اصل یی له ما سره پاتې کیږی.
د معلوماتو تر شریکولو او لیږد را لیږد پورې خو دا یو ښه فرصت دې اما کله چې خبره ارزښتونو ته راځی نو بیا د کاپی لیږل خورا تاوانی خبره ده. بلاک چېن ټکنالوژی د ارزښتونو د لیږ را لیږد د پاره اختراع شوی ده لکه د پیسو لیږد رالیږد یا د هغه نورو شیانو چې د ارزښتونو په لست کښې راځی د هغوی د انتقال د پاره کارول کیږی. په دې اړه به بشپړ لیکنه په را روان وخت کښې ولولو اوس دلته په ډیجیټل پیسې بحث کوو.
بیټ کواین لومړئ ډیجیټل پیسه وه چې په ۲۰۰۸ کال کښې بازار ته معرفی شوه، کله چې بیټ کواین په لومړیو کښې بازار ته راغله نو د یو بیټ کواین ارزښت یی د ډالر په وړاندې ۰،۱۰ ډالره وټاکل شو او وروسته له پینځو کلونو مانا په ۱۰۱۳ / ۲۰۱۴ کښې د یو بیټ کواین ارزښت تر ۱۰۰۰ ډالرو هم واوښت. هغه چا چې په لومړیو کښې په دغه ډیجیټل پیسه باور وکړو او په دغه برخه کښې یی پانګونه وکړه خورا نه باور کوونکی ګټې یی وکړې، چې له دې جملې ځینې کیسې یی هغه وخت په رسنیو کښې خورا ګرمې وې لکه د ناروې هیواد یو تن محصل چې په بیټ کواین کښې یی ۲۶ ډالره پانګوونه کړې وه او یو وخت چې خپل حساب ته متوجه شو ګوری چې سرمایه یا پانګه یی ۸۸۰۰۰۰ ډالرو نه هم لوړه شوې وه. دې ته ورته نورې کیسې هم خورا ډیرې مشهورې شوې وې لکه د امریکا یوه مشهوره څېره جېرید کنه او وینکولس ټوینز چې د بیټ کواین له لارې یی میلونونه ډالره ګټه تر لاسه کړې وه. بیټ کواین د اته کالو په بهیر کښې څو ځله لوړ او ښکته شو چې اوس مهال هم د ۱۰۰۰ ډالرو په خوا او شا کښې ارزښت لری.
دا چې بیټ کواین یوه مستعاره ډیجیټل پیسه ده نو د خورا ستونزو سره هم مخ شوه خو بیا هم د تمې خلاف پرمختګ یی وکړو. بیټ کواین د ډیجیټل پیسې په ډګر کښې نورو ته یو فرصت پیدا کړو تر څو په دغه برخه کښې غوره کارونه تر سره کړی. اوس مهال په مارکیټ یا بازار کښې نیږدې ۷۵۰ نوع ډیجیټل پیسې شتون لری چې ځینې یی د پام وړ دی او ځینې یی لا هم د خلکو د پام وړ نه دی ګرځیدلی. مونږ په دې لیکنه کښې ون کواین ته ځانګړې پاملرنه کړې ده او د دې خپل دلایل دی.
لیکنه: ځلاند