افغانستان بانک نن ۱۵میلیونه امریکایي ډالر د لیلام په ډول پلوري

عزم( چهارشنبه، د وږي ۲۲مه، ۱۴۰۲): د افغانستان بانک پرخپلې رسمي ټویټرپاڼې لیکلي چې تمه ده نن چهارشنبه مرکزي بانک نږدې ۱۵ میلیونه امریکایي ډالر لیلام کړي.
دغه بانک له ټولو خصوصي بانکونو او پر شرایطو برابر د پولي خدمتونو او صرافیو شرکتونو څخه غوښتنه کړې چې دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
د افغانستان بانک ویلي چې د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل ټول حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.
بانک وړاندې لیکي: ((د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.))
یاده دې شي چې څو ورځې وړاندې د افغانیو ارزښت د ډالرو پر وړاندې تر بل هر وخت لوړ شوی و چې اوس یې بېرته پخوانی ارزښت خپل کړی.
د یادونې وړ ده چې افغانستان بانک وخت ناوخت امریکايي ډالر بازار ته د لیلام په توګه وړاندې کوي چې موخه یې ترې د افغانیو د ارزښت ساتنه ده.