په کابل کې د چین نوي سفیر خپل باورلیک رییس الوزرا ته وسپاره

عزم: (چهارشنبه، د وږي ۲۲مه، ۱۴۰۲): د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا ملامحمد حسن آخند نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د چین د نوي سفیر جاو شینګ باورلیک د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه.
په ارګ کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي هم حضور درلود، رئیس الوزرا د چین نوي سفیر ته ښه راغلاست ووایه.
د افغانستان لپاره د چین نوي سفیر په افغانستان کې پر خپل نوي ماموریت خوښي وښوده او ويې ویل: «دا زما لپاره د ویاړ ځای دی چې په افغانستان کې د چین د سفیر په توګه خپله دنده پیلوم.»
نوموړي همدارنګه د خپل هېواد د مشرتابه نېکې هیلې او سلامونه د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا ملا محمد حسن آخند ته وړاندې کړل.
جاو شینګ وویل، چین د افغانستان د ښه ګاونډي په توګه د افغانستان استقلال، ځمکنۍ بشپړتیا او د پرېکړو استقلالیت ته بشپړ درناوی لري.
نوموړي په ټینګار سره زیاته کړه چې چین د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې پالیسي نه لري، دغه راز نه
غواړي چې افغانستان د خپل نفوذ ساحه وګرځوي.
جاو شینګ څرګنده کړه: «موږ خوشاله یوو چې په تېرو دوو کالو کې د اقتصاد، امنیت د تامین ترڅنګ فساد، جرایمو او نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې زیات پرمختګونه رامنځته شوي، زه به کوښښ وکړم چې د سیاست، اقتصاد او نورو برخو کې د چین او افغانستان اړیکې او همکارۍ لا پیاوړې شي».
ورپسې د اسلامي امارت رئیس الوزرا د چین له مشرتابه څخه د سفیر په توګه د جاوشینګ د مقررۍ له امله مننه وکړه او هیله یې وښوده چې ستاسو معرفي کېدل د دواړو
هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتیکو اړیکو لوړې کچې ته پورته کېدل او د نوي څپرکي پیلامه ده.
رئیس الوزرا د افغانستان او چین ترمنځ اړیکې مهمې وبللې او په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان او چین ترمنځ مناسبات او همکارۍ یې په
ښه کچه کې یادې کړې او د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره یې د نورو ګامونو د پورته کېدو هیله هم څرګنده کړه.
نن د ا.ا.ا په دوه کلن ډیپلوماټیک مزل کې مهم ګام پورته شو. د چین له خوا د افغانستان لپاره د نوي سفیر معرفي کېدل، د افغانستان اسلامي امارت د رسمیتپېژندنې په لور یو مهم ګام دی.
د هېوادونو ترمنځ د سفیر په کچه د ډیپلوماټانو معرفي کول معمولي وي، خو دا لومړی ځل دی چې د رسميت پېژندنې پرته یو هېواد اسلامي امارت ته رسماً سفير معرفي کوي.
باید ووایو چې په دې اقدام سره د افغانستان او چین ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې لوړې کچې ته ورسېدې.