کابل ته راغلي امریکايي سوداګریز پلاوي، افغانستان کې د ا.ا. اقتصادي سیستم حیران کړي

عزم:(چهارشنبه، د وږي ۲۲مه، ۱۴۰۲): ‏امریکايي سوداګریز پلاوي کابل ته له راتګ وروسته اعلامیه خپره کړې او ويلي یې دي چې افغانستان کې د ا.ا اقتصادي سیستم حیران کړي دي. ‏ یاد پلاوي د ا.ا اقتصادي پلانونه ستایلي او څرګنده کړې یې ده چې سرپرست حکومت او خصوصي سکتور د پنځه کلن پراختیايي پروګرام په پلې کېدو کار کوي. دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د امریکا لومړی سوداګریز پلاوی چې د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت یې ملاتړ کوي په کابل کې د اسلامي انارت له چارواکو او خصوصي سکتور له پانګه‌والو سره وکتل. د اسلامي امارت چارواکو ویلي و چې د افغانستان او د امریکا د سوداګرۍ د ګډو خونو په هڅو د امریکا سوداګریز پلاوی افغانستان ته ورغلی دی. د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې یو امریکایي پلاوی افغانستان ته سفر کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!