لیبیا کې د سیلابونو او توفان له امله د مړو شمېر له ۵۰۰۰ هم واوښت

 عزم: (چهارشنبه، د وږي ۲۲مه، ۱۴۰۲): ‏ په لیبیا کې د وروستیو مرګونو سیلابونو او توفان له امله تر دې دمه ۵ زره ۳۰۰ کسان مړه او لسګونه زره لادرکه شوي دي. د لیبیا دولتي رسنیو خبر ورکړی چې د یاد هېواد په ختیځ «درنه» ښار کې د مرګونو سیلابونو له امله د مړو شمېر نور هم مخ پر زیاتېدو دی.   په ورته وخت کې د لیبیا د سرې میاشتې د پلاوي مشر، تېره شپه ناوخته د سرې میاشتې د نړیوال فدراسیون په خبري غونډه کې ویلي چې د دغو سیلابونو له امله تر ۱۰ زره ډېر کسان لادرکه دي. دغه بنسټ ویلي چې د دغو مرګونو سیلابونو تر ۲۰ زره ډېر کورونه ویجاړ کړي او د لیبیا خلک بېړنيو مرستو ته اړتیا لري. د لیبیا په ختیځ کې دا سیلابونه د روانې سپتمبر پر ۱۰مه راووتل او د یاد هېواد بنغازی، البضا، مرج او درنه ښارونو کې ستر ځاني او مالي زیانونه واړول.

Show More