د لوړو زده کړو له علمي مرستیال دوکتور لطف الله خیرخوا سره د عزم وېبپاڼې مرکه

د عزم درنو لوستونکو!
دا ځل مو د اسلامي وېښتابه په اړه مرکه درته چمتو کړې. د مرکې په لړ کې راته دوکتور خیرخوا د اسلامي ویښتابه په اړه غږېدلی. دا چې اسلامي ویښتابه څه ده، اړتیا یې تر کومې کچې محسوسېږي او په اوسنۍ نړۍ کې یې بهیر څنګه دی؟ دا هر څه په لاندې مرکه کې لوستلی شئ.
عزم: اسلامي فکر او فکري ویښتابه دوه جلا مفاهیم دي او که په یوه معنا کارېږي؟
خیرخوا: اسلامي فکر منځپانګه ده چې هر مسلمان یې په خپله فکري هسته کې لري. اسلامي ویښتابه او یا ویښتیا بیا د همدې فکر د مسوولیت درک او پالل دي. د اسلام د قضایاوو او ټولو ارزښتونو په اړه د یوه مسلمان ځوان درک ته اسلامي ویښتیا وایي.
عزم: د هغو ځوانانو په اړه چې له غربي فکره اغېزمن شوي وي، د فشار له لارې یې سمون سم دی او که نه د اسلامي رغبت له مخې دې چلن ورسره وشي؟
خیرخوا: په زور پر یو فکر تپل سم نه دي او نه فشار وسیله ده. فکر د یوه انسان فطري خاصه ده او له هغې له مخې خپلې کړنې تنظیموي. د فشار له لارې د یو چا فکر نه شو خپلولی او نه هم د فشار له مخې یو څوک زموږ هم فکر کېدا شي. خبره دا ده چې اوس باید له داسې ادبیاتو کار واخیستل چې خپل مفاهیم پکې په غوره توګه وړاندې کړی شو.
عزم: د اخوان المسلمین تجربې ته که راشو. دوی به هوټلونو او د قهوه خونو مرکزونو ته تلل او په ډېره اغېزمنه طریقه به یې خپل تبلیغ کاوه. دا نهضت پر یو پرجوشه نهضت واوښت او مفسد ځوانان یې د اسلام سنګرونو ته وربلل. د هغوی له تجربو د اوس وخت لپاره په افغانستان کې په کومو برخو کې ګټه اخیستی شو؟
خیرخوا: د حرکتونو تجربې سره متفاوتي دي. یو سړی به په یوه او بل به په بله تجربه کې کامیابېږي. هر نهضت خپل لیدلوري لري او د هغې له لارې مخته ځي. زموږ فکر په یوه اړخ کې نه دی. موږ په څو جهتونو بوخت یو. ښه ده چې حرکتونه له یوه بله ګټنه وکړي. موږ به له هغو اسلامي حرکتونو هم استفاده کوو او هم به د اسلامي شخصیتونو له تجربو ګټه کوو. اخوان المسلمین په یوه اړخ/ دعوتي برخه کې بریالي وبرېښېدل، خو په نورو برخو کې یې نصیب نه و. بالعکس زموږ تجربه په جهادي او جګړه ییزه برخه کې بریالۍ وه. هغوی له لسیزو راهیسې مبارزه کوي خو په مصر کې یې واک لاسته راوړل لا هم یو ارمان پاتې دی. موږ به د ټولو هغو حرکتونو مثبتې تجربې رااخلو چې په هېواد کې کامیابېدای شي او دې مسئله کې نه شرعي ستونزه شته او نه هم عُرفي.
عزم: اسلامي ویښتابه لپاره د دعوت او بلنو وراخوا نورې کومې عرضي لارې شته چې ځوانان دې دې لارې ته راوبلل شي؟
خیرخوا: من حیث نظام، موږ خو څو لوري لرو. دعوت یوازې یو اړخ دی. موږ مدارس، دارالمعلمینونه، پوهنتونونه او … په خپل لاس کې لرو. که غواړو چې پر ځوان کهول دې کار وکړو، باید ګڼ اړخیز کار پرې وکړو. که له څو اړخونو نه کار وشي او بالاخره دا ټولې خواوې په یوه ټکي کې منسجمې شي، نو پایله به یې ښه وي. که یو څوک اوس پوهنتون کې شامل شوي وي، باید څلور کاله وروسته ټولنې ته راشي. که یو چا تازه ښوونځي پیل کړی وي، ۱۲ کاله وروسته باید د خپلې ټولنې فرد وي او له لاسته راغلو ټولو فرصتونو باید ګټه واخيستل شي.
عزم: د اسلامي فکر اخلاقي مدارس او ځانګړنې کومې دي؟
خیرخوا: په اسلامي ویښتابه کې د اخلاقیاتو موضوع پراخه ده. خلکو اخلاقیات په تنګه معنیٰ راخیستي او یوازې د ښو او بدو توپیر اخلاق بولي. اخلاقیات د ژوند ټولې خواوې رانغاړي. یعنې د ژوند په ټولو بعدونه کې د الله ﷻ او د رسول ﷺ رضا حاصلول دي.
عزم: د اسلامي بنسټونو، حرکتونو او ټولنو ته خپل ځانونه ښه مسلمانان ښکاري، خو نورو ته په ښه سترګه نه ګوري، لامل یې څه دی؟
خیرخوا: دا رښتیا هم ستونزه ده. لا علاجه نه، خو مزمنه ناروغي ده چې اسلامي ټولنو ته ورپېښه ده. د اسلامي خلافت له نړېدو وروسته په ټوله نړۍ کې ګڼ نهضتنونه پیل شول. د دوی موخه هماغه تر یوه چتر لاندې را یوځای کېدل و، خو دا حرکتونه وخت په وخت وځپل شول او ځينې د خپلو نظامونو ظروفو ته په کتو له هغوی سره همغږي شول. په دې حرکتونو کې ځينو ته د ژوند یوې برخې ته کار کول مهم ښکاره شو، ځینو ته بل او په دې سره یو ډول جلا او پرې شول.
عزم: اوسمهال په افغانستان کې اسلامي نظام واکمن دی او له واکمنۍ یې دوه کاله تېرېږي، خو د اسلامي ویښتابه لپاره ځانګړی کار نه دی شوی. یوازې د امرباالمعروف او نهی عن المنکر په چوکاټ کې فعالیت شته.
خیرخوا: کار خو شوی او کېږي. د بېلګې په ډول زه د لوړو زده کړو د یوه مامور په توګه ویلی شم چې کار شوی. موږ د علماوو او استادانو ترمنځ ناستې برابرې کړې. په پوهنتونونو کې د دعوت او ارشاد امریتونه دي چې اوسمهال فعال دي. همدا شان په هر وزارت کې ورته کارونه کېږي. فزیکي جګړه او یرغل لنډمهالی دی، خو اصلاً فکري جګړه له ډېر پخوا پیل شوې. په دوو کلونو کې به ناشوني وي چې موږ جوت توپیرونه ووینو. دا کار په حکمت او تدریجي توګه پرمخ تللی شي. انقلابي تغیر اسان دی، خو طبیعي تغیر بیا وخت نیسي. بله دا چې د ۱۰۰ کلونو فکر په دوه کلونو کې ختمول ظاهراً هم ناممکنه برېښي.
عزم: د افغانستان په زرګونو جوماتونو کې خطیبان د جمعې پر ورځ په خطبه کې یوازې د الله ﷻ پر عذابونو تقریر کوي، خو د رحمتونو په اړه څه نه ویل کېږي؟
خیرخوا: د الله ﷻ لورېینه ده چې که نظامونه مو له لاسه ورکړي، خو منبرونه مو له لاسه نه دي ورکړي. د جمعې خطبه عظیم کار دی. ښایي یو دلیل یې دا وي چې موږ ورته د نادیده کار په سترګه کتلي وي. که جمعې خطبې ته په پوره چمتووالي سره لاړ شو، مراجع او مصادر وګورو، نو مفیده به وي. په تاسف چې د جمعې له خطبو سره ظلم کېږي. له منبر نه باید اعظمي ګټه واخیستل شي. که زموږ منبرونو د ټولنو په اصلاح کې ډېر رول نه دی لوبولی، خو د منحرفو حرکتونو په پرځونه کې یې پوره رول لوبولی. حتیٰ د نړۍ او یرغلګرو په پرځونه کې یې مهم رول لوبولی.
عزم: بله ستونزه دا هم ده چې خطیبان مو سختې خبرې کوي او یا داسې خطبیان چې غږونه یې زړه وړوونکي نه وي.
خیرخوا: دا ستونزه شته. د اوقافو اړوند جوماتونو کې له حافظانو ازموینه اخیستل کېږي او د دوی ښوونیز شالید کتل کېږي، خو د اطرافو په مسجدونو کې بیا دا شی نشته.
عزم: د جمهوریت پر مهال د افغان ځوانانو د بې‌لارۍ لپاره څومره کار شوی و؟
خیرخوا: کچه خو یې سړی نه شي ښودلی، خو لفظاً که ووایم چې بې انتها لوی کار شوی و. یوه بېلګه یې درکوم. یو څوک چې د افغانې ټولنې غړی وي او فکر کې یې اروپا ګرځي. ځوان زموږ د ټولنې وي خو ځان بل فکر، تاریخ او تګلارې ته منسوبوي. له دې یې درک کولی شو چې یو څوک چې په خپله ټولنه کې پردی وي، نو له دې لوی کار به څنګه کېده. کار نهایي خطرناک شوی او بېرته یې د جوړونې کار پکار دی. باید وریاده شي چې دا ټولنه خپل تاریخ، خپل کولتور او خپل ارزښتونه لري.
عزم: زموږ ځوانان خپل اسلاف نه پېژني. لامل یي ښوونیز نظام دی او که د علماوو بې غوري؟
خیرخوا: یوازې ښوونیز نظام نه دی او نه هم د علماوو بې غوري یې بللی شو. ما وړاندې وویل چې منحیث نظام موږ ګڼ فرصتونه لرو. یو شی شته. پر نړۍ د غرب ثقافت سیوری غوړولی، نړۍ یې په خپله ولکه کې اخیستې. که څو ک پوهېږي او که نه، دې ثفافت ته کار کوي. دې ته یوه هراړخیزه ستراتيژي پکار ده چې مسلمانان خپل تاریخ او اسلاف وپېژني او ټولې موخې د دې یوې موخې د لاسته راوړلو لپاره په کار واچول شي.
عزم: زموږ د مدرسو او ښوونځيو ښوونیز نصاب اوسنیو غوښتونو ته ځوابوبونکي دي؟ عصري وي او یا دیني؟
خیرخوا: د پوهتونونو په برخه کې خو یوه څه تغیر محسوسېږي. خو دا منو چې له نورې نړۍ موږ ډېر وروسته پاتې یو. دا اوس چې کوم تغیر دی، دا هم د هغو استادانو له برکته دی چې په بهرنیو هېوادونو کې يې زده کړې کړي او یا له هغه ځایه راوړې مشاهدې او تجربې یې په خپلو ټولګیو کې او یا یې په خپلو کاري چاپېریال کې محسوسېږي. د لوړو زده کړو نصابونه بیا کتنه غواړي، کار پرې روان دی او دا یوه خوا مو درد هم نه شي دوا کولی. په دې هیله چې ښوونیز نصابونه مو داسې چمتو او تالیف شي چې د وخت غوښتنې پوره کړای شي.
عزم: ډېره مننه کوو، چې له دومره ډېرو بوختیاوو سره مرکې ته حاضر شوئ او وخت مو راکړ.
خیرخوا: له تاسو هم مننه. کور مو اباد.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button