توماس وېسټ افغانستان کې د داعش پر وړاندې د ا.ا. اقدامات ستایلي

عزم: (چهارشنبه، د وږي ۲۲مه، ۱۴۰۲): د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ دغه څرګندونې پرون (سهشنبه) امریکا کې د اسټیمسون مرکز کې د وینا پر مهال کړې دي.
وېسټ ویلي چې دغه هېواد کې د داعش خراسان ډلې د کمزوري کولو برخه کې د اسلامي امارت د حکومت هڅې ستایلي دي.
هغه همداراز د تېرو دوو کلونو پر مهال د ا.ا له لوري د داعش خراسان څانګې د اتو قومندانانو او د یادې ډلې د بریدونو مخنیوي یادونه کړې او هغه یې ستایلي دي.
نوموړي وویل: «نه غواړم چې د داعش خراسان څانګې ګواښونو مخنیوي برخه کې د اسلامي امارت د هڅو ډېره ستاینه وکړم، خو د پخوا په پرتله اوس افغانستان کې د داعش بریدونه نشته.»
په همدې حال کې د تېرې جمعې ورځې پر مهال د امریکا دوو استخباراتي چارواکو سياېناېن شبکې ته ویلي چې القاعدې افغانستان کې د بیا راژوندي کېدو توان له لاسه ورکړی دی.
واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره هممهاله ګاونډیو او د سیمو هېوادونو په وار وار افغانستان کې د ترهګرۍ په اړه اندېښنه ښودلې، خو ا.ا بیا تل ویلي، اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي.