په کابل او ولایتونو کې یو ځل بیا د ډالرو بیه لوېدلې ده

عزم(دوشنبه، لړم۲۲مه، ۱۴۰۲): د کابل په صرافیو کې د ډالرو بیه نن سبا تر ټولو ټیټې کچې ته رارسېدلې ده. د شهزاده سرای صرافان وایي چې پرون یکشنبه یو ډالر تر ۶۷ افغانیو هم په کمه بیه پلورل کېده.
د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې ویاند عبدالرحمان ځیرک رسنیو ته وویل چې د ډالرو د بیو د لوېدو اصلي سبب په هیواد کې د بهرنیو کرنسیو پر چلښت بندیز دی. صرافان وایي چې د څو ورځو راهیسې پرلپسې د ډالرو بیه غورځي او د افغانیو ارزښت لوړیږي.
د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري ویلي چې بانک په کافي اندازه افغاني بانکنوټونه په واک کې لري او د اړتیا په صورت کې به یې بازار ته وړاندې کړي.
بل پلو د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي ګیله کوي چې د خوراکي توکو په بیو کې هېڅ کموالی نه لیدل کېږي. دوی له افغان دولت غوښتنه کوي چې د خوراکي او نفتي توکو په بیو کې کموالی راولي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button