ای ار سي: افغانستان د زرګونو کډوالو د جذب ځواک نه لري

عزم(دوشنبه، لړم۲۲مه، ۱۴۰۲): د ژغورنې نړۍوالې کمېتې په تازه بیان کې ویلي چې افغانستان د راتلونکو کډوالو د جذب لپاره وړاندې تر وړاندې چمتوالی او د ډېرو کورنیو د منلووړتیا نه لري.
د ژغورنې نړۍوالې کمېټې د اسیا برخې مرستیالې ننسي ډنټ ویلي چې افغانستان کې لا هم کړکېچ په لوړه کچه دی او اندېښنه ښکاره کوي چې ښایي دا کړکېچ لا پسې لوړ شي.
هغه وایي چې له یوې خوا په افغانستان کې خلک له بېکارۍ او لوږې سره مخ دي او له بل لوري سوړ ژمی راراوان دی، لیرې نه ده چې د افغانستان حالت دې لابدتر نه شي.
بل پلو، د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري ویلي چې په افغانستان کې د بېوزلۍ اصلي لامل پر افغان دولت د نړیوالو اقتصادي بندیزونه دي. ښاغلی نظري وایي : (( په هیواد کې د اقتصادي ستونزو لامل د نړیوالو له لوري ناعادلانه بندیزونه لګول دي. افغان دولت هڅه کوي چې د بېوزلۍ کچه له منځه یوسي.))
دا په داسې حال کې ده چې موده وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام هم ویلي و چې په افغانستان کې ۱۵ میلیونه وګړي د خوړو له ناخوندنیتوب سره مخ دي او دوی یوازې د ۳ میلیونو وګړو لپاره خوراکي توکي لري.