سویلي افریقا د بهرنیو چارو وزیره: نړیواله محکمه باید نتنیاهو ونیسي

عزم(دوشنبه، لړم۲۲مه، ۱۴۰۲): د سويليافريقا د بهرنيو چارو وزیره ناليدي پندور وايي، چې په غزه کې د شویو ظلمونو له کبله دې نړیواله محکمه د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د نیولو حکم صادر کړي.
نوموړې رسنیو ته ویلي چې په غزه کې د بېګناه ماشومانو او ملکیانو د ټول وژنې له کبله سخت خواشیني دي.
دا په داسې حال کې ده چې سویلي افریقا موده وړاندې په تعرضي بڼه خپل ډيپلوماټان له سویلي افریقا ووېستل. داسې ویل کېږي چې هغه هیواد ډېری وخت د فلسطین او اسراییلو ترمنځ د فلسطین ملاتړ کړی دی.
یاده کوو چې تر دمګړۍ شاوخوا نهو نورو هیوادونو هم په غزه کې د وحشانه بریدونو له کبله له اسراییلو سره هر ډول پرېکون اعلان کړی وو.