که زړه مو زوړ شو، زړېږئ!

زړه د مینې کور دی؛ ترحم، شفقت، مينه، احساس او عواطف پکې زېږېدلي دي. تاسو ځينې انسانان به ليدلي هم نه وي، خو په یو ځل لیدو سره بېخي ورسره صمیمي کېږئ. پوهېږئ؛ دا ټول کمال د زړه دی، هغه څنګه وايي: “له زړه څخه زړه ته لار ده.” همدا لار د مينې، احساس او عاطفې په مزو جوړه ده، زړونه سره یو ځای تړي.
زړه بې اختیاره وي اختیار کې نه وي
په انتخاب کې ځکه ځان نه لري
زړه، لکه ماشوم بې اختیاره دی، چې څه يې خوښ او ویې غوښتل، هماغه کار کوي. ځينې کسان او څېزونه په انسان خدايي ښه لګېږي د خوښېدو او ګرانښت لامل به يې معلوم هم نه وي، د سړي په زړه کې بې اختیاره ځای نیسي.
د ځینو کسانو زړونه، د دري ژبو خبره “دل زنده” دي خبرې، ټوکې ټکالې او بنډارونه یې خوند او رنګ لري، سره ناست به یاستئ، له رنګ او څېرې به بوډا ښکاري/دي، خو زړه به یې لکه ریدي ګل باندې چې شبنو څاڅکي پراته وي، معطره او رنګین وي. پوهېږئ چې ولې داسې دي!؟ هغوی، غم نه کوي، درد ته خندا کوي، تشویش په لوی دریاب لاهو کوي، نفرت بېخي نه پېژني.
څومره ښه ده، په زړه کې لکه د سمندر هر رنګه څېزونو ته ور خلاص مه پرېږدئ، چې د زړه له زوره، مستۍ، خندا، بنډار، ټوکې ټکالو نه وغورځېږئ او په ځوانه ځوانۍ کې بوډا شئ.

لیکنه: مصطفی زاخېلوال

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button