پاک زړي افغانان دې د دښمن په غرضي تبلیغاتو دوکه نه شي

دا چې دښمن د افغانانو د اوسنۍ بریا، یو والي او خپلواکۍ ګټلو له کبله خورا زیات ځګرخون او د پروپاګندډ لپاره د رښتینو موضوعاتو له سخت فقر سره مخ دی، له همدې کبله مجبور دی یو مخ له ځانه دروغ جوړوي او غواړي په همدې وسیله دا ځورېدلی او له جګړو ستړی ستومانه ولس لا نور هم تر اوږدو زمانو پورې پرېشانه او بې ثباته وساتي. د مثال په توګه نن سبا د ښځو د حجاب په اړه د ځینو رسمي مسئولینو بېلابېلو څرګندونو ته اشاره کوي او په دې هکله ځینو دینی علماؤ شدت او ځینو نرمي په ژور خپل منځي اختلاف تعبیر وي! بیا نو پر همدې موضوع د خپلې خوښې فرمایشي څېړونکي، پوهان، پروفیسران او کارپوهان د رسنیو مېزته وربولي او نظریات یې خپروي. البته پوښتنې خو د دوی خپلې وي خو ځوابونه یې هم تر ډېره د دوی له هیلو سره برابر. یو وايي زما په اند دا یو خورا ژور اختلاف دی، بل وايي د توندلارو او سمون پالو نور وخت سره تیریږي، بل وايي دا جلا والی به اخر پاي هېواد کورنۍ جګړې ته بوځي او بل وايي کېدی شی پلانی لوری چورلټ بې دخله او له ډګره ووېستل شي!…

خو که سړی حقیقت ته ځیر شي نو دا ډول زیاتره تبلیغات اصلاً د موجوده نظام د بې اعتباره کولو په موخه هماغسې روان دي لکه څرنګه یې چې له تېرو شلوکلو راهیسې د دوی په ژبه د حقاني شبکې او کویټې شورا پر واهي او خیالي نومونو عنوانول. خو دا چې د دوی په دغه شل کلنه خیالي جګړه کې هم نه د کوم لوري ګرېوان څیرې شو او نه د چا ټنۍ وشلېده نو مجبور شول د نرم دریځو او توند لارو ترمنځ یې د اختلاف او دښمنۍ بیانولو داسې کمپاین شروع کړ چې د دوی په زعم داځل به حتماً د یوه لوری په له منځه تلوپای ته رسیږي! خو موږ باوري یو چې له څلورڅلوېښت کاله پرله پسې جګړو، پر دیو مداخلو، بهرنیو مرستو او خارجي مشورو وروسته به افغانانو خورا ګټور درسونه او عبرتونه زده کړي او نور به د دښمن په دې ډول افواهاتو هیڅکله ونه غولیږي. له بلې خوا افغان ولس د مسلمانانو په حیث له ډېر پخوا راهیسې پردې ډېر ښه پوهیږي چې په دغسې فرعي مسایلو کې د نظریاتو، افکارو او اجتهادونو بېلتون هیڅکله د اختلاف او دښمنۍ په معنا نه دی. تر دې چې دغه شان توپیرونه خوآن په صحابه کرامو، تابعینو او ټول خیرالقرون کې هم په ښکاره موجود ؤ چې په لیکلې بڼه دادی څوارلس سوه کاله وروسته هم زموږ پر وړاندې شتون لري. خو له همدې ګردو فرعی مختلفو نظریاتو سره سره زموږ د سلفو او خلفو دینی علماؤ مشایخو او امامانو ترمنځ بې انتها صمیمیت، اخوت، احترام، خواخوږي او بیا د دښمن په مقابل کې مکمل اتحاد له هیچا پټ نه دی. بناءً په دغسې مسایلو کې چې ځینې افغان مشران او دیني پوهان په یو او بل تعبیر کومې څرګندونې کوي، دايي خپل حق او د دې ښکارندويي کوي چې له نېکه مرغه د اسلامی امارت اساسي تګلاره او فکري بنسټ دومره پراخي لري چې مخلص مسلمانان که هر څومره جلاجلا فرعی نظریات ولري، بیا هم دوستان او دا یکي یوې لارې ملګري او لارویان دي. په دې اساس لازمه ده چې د پاک زړي افغان مؤمن ملت آن ډېر ساده عوام هم د دښمن پر د رواغجنو او غرضي تبلیغاتو دوکه نه شي او هیڅکله دا ګومان ونه کړي چې دیني قیادت به یې پس له همدومره بې شانه قربانیو بیا هم د خپل منځي انانیت او شهرت غوښتنې له امله ارمانونه له خاورو سره خاورې او خپل عزیز ملت به د خپل منځي دښمنۍ اورته ور ټېل وهي. مطلب دا چې د علماؤ ترمنځ د فرعي مسایلو په اړه د نظریاتو اختلاف یو طبیعي او حتمی امر دی چې په هره زمانه او هر ملت کې موجود ؤ، خو راځئ دا هم ومنو چې دا توپیرونه د اسلامی اخوت محکم ځنځیر ته هیڅ ډول تاوان نه شي رسولي. د مخلصانو لار معلومه او د منافقینو او دین دښمنو لار معلومه ده چې دښمنی یې هم څرګنده او جګره به یې هم تر قیامته پورې دوام لري.

لیکنه: فاروق غلجی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!