احساساتي پرېکړې!

که احساسات مو په واک کې وي، د هغه کوچي خبره، په دې گرم تنور به يوه ډوډۍ زه هم پورې کړم
هيڅ يوه تفريحي لوبه _ البته چې په بايللو يې سياسي، اقتصادي، کلتوري او عقيدوي تاوان نه رااوړي _ ماته د يو انسان له حيثيت پورته نه ده. که د تېرې لوبې په بايللو او د لوبغاړو د تېروتنو په اساس دا وطن د پړانگ خولې ته لوېدلی، يا له پاڼه غورځېدلی، بيا حق وه چې حتی د لوبډلې مخالفت شوی وای. دا ښکاره ده چې دا لوبه په دومره قيمت نه ارزي، چې يو انسان ورته قرباني کړو. شايد ډېرو ته به قرباني کول د سر غوڅول ښکاري، خو د چا حيثيت او شخصيت وژل، په ژوندوني د هغه بيا بيا وژل دي.
مونږ به هله ښه انسان شو چې نور انسانان د انسانانو په توگه ومنو او انسانان له خطاوو او نيمگړتياوو خالي نه دي، تېروتنه او نيمگړتيا د انسان فطري خاصه ده، نو د دې حقيقت په منلو سره به د انسان د تېروتنو منل زمونږ باورونو ته صدمه نه رسوي او د احساساتو په پايله کې به د چا حيثيت او مقام ته سپکاوی نه کوو.
مونږ په پارونۍ لوبه کې نه سياست بايللی، نه قام، نه ننگ، نه عقيده او نه انسانان؛ نو بيا ولې د يو چا شخصیت او حيثيت ورته قرباني کړو؟
_ احساسات تر يوې مودې وي، خو په احساساتو کې پرېکړې دايمي تاوانونه او ورانۍ اړوي.

لیکنه: مانو اورښت

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button