د ټولنیزو اکاونټونو د بیا ترلاسه کولو شرایط

کله مو چې د فېسبوک یا د نورو ټولنیزو رسنیو اکاونټونه مو ستونزه پیدا کړي او غواړئ چې بېرته یې ترلاسه کړئ نو تاسې باید لاندې شیان ضرور د ځان سره ولرئ:

۱ـ د اکاونټ ایمېل او نمبر/ که نمبر نه وي ایمېل ضرور دی.
۲ـ د اکاونټ لېنک باید یو خوندي ځای کې وساتئ.
۳ـ د اکاونټ زېږېدو نېټه باید تاسې ته یاد وي.
۴ـ هڅه وکړئ چې پاسپورټ، الیکترونکي ،ډرایور لېسنس یا نورو اسنادو معلومات مو د اکاونټ له معلوماتو سره توپیر ونه لري.
لکه مثلاً نوم ،تخلص او زېږېدو نېټه به یو شان وي توپیر به نه لري.

پورته ذکر شوي شیان کولی شي تاسې سره داکاونټ لاسته راوړلو کې مرسته وکړي.

ریاض لټون

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button