ځوانان د ټولنې تر ټولو قوي بشري ځواک تشکیلوی

د سن له لحاظه د انسان عمرپه دنیا کې په څومختلفومرحلوویشل کېږي ، له زېږون وروسته تر۱۸ کلنۍ پورې د ماشومتوب او ځوانۍ د پیل دوره وي چې معمولاً د لومړنیو، ثانوي او لوړو زده کړو دورې پکې شاملې وي اودا وخت ددوی احساسات هم تنکي وي ، له هغه وروسته تر ۳۵ کلنۍ پورې د پوره ځوانۍ مرحله ده چې په دې دوره کې ځوانا ن د ټولنې ترټولولوړکاري قشرتشکیلوي اودا هغه مرحله ده چې ځوان په ځان بشپړاوبالغ حساب کوي ، هغه د چا خبره په هېچا یې سترګه نه ډکېږي ، له هغه وروسته تر۶۰ کلنۍ پورې د پاخه سن دوره راځي چې په دې دوره کې هم انسان بشپړکاري توان لري اواکثره دکورنۍ اویا دفترونومدیریتي دندې پرمخ وړي ، خوله شپیتوکالو وروسته که ژوندی پاته شي بیا د ژوند تروروستۍ سلګۍ پورې دې کهولت او زړبودۍ دوره پرې راځي چې په دې دوره کې که نر وي یا ښځه د بوډا توب مرحلې ته شاملېږي اواکثره مجبوراوپه ضرور ژوند تېروي .

خوپه پورته ټولو دوروکې مهمه او زموږ د بحث موضوع د ځوانۍ مرحله ده چې ځوانانوته په دې دوره کې زیات کورني اوټولنیزمسئولیتونه وردې غاړې وي ځکه په دې مرحله کې د ځوان په مټوکې ځوانه انرژي د بلوغ مرحلې ته رسېدلي وي او پرهرڅه غالب وي ، په دې دوره کې عبادت هم د نورو دورو په پرتله د طلا یا سرو زرو اهمیت لري .

خوپه خواشینۍ سره چې زموږ د ټولنې ځوانانوخپلې د ځوانۍ شېبې د نورې نړۍ د ځوانانو په پرتله له ستونزو ډکې تېرې کړې ځکه په تېره څلوېښت کلنه غمیزه کې دوی د متخاصموډلوپه لیکوکې سنګرونوته ولاړل هلته وځورېدل ، وربړېدل او ژوند یې له لاسه ورکړاویوشمېرنوروبهرنیو هېوادونو ته دښه ژوند په تکل دسفرترخې موزې پرپښو کړې چې هره ورځ یې د نړیوالو رادیوگانوله څپو دلارې په سرد پرتو هېوادونوله پولود تېرېدو په مهال په سمندرونو کې د ډوبېدو په ځنگلونو د وژل کېدو اویا هم له پندغالځایونو څخه په زورد شړل کېدو زړه بوگنوونکي او په غم ککړخبرونه اورو چې د ا نه یوازې افغان ځوانان دي بلکه دنړۍ د یوشمېر فقیرو هېوادونو ځوانان هم په دغه برخلیک اخته دي چې خبرونه یې د اورېدونکو د زړه سوي ٬ خواشینۍ او څوښ څوښ سبب کېږي .

له دې حقیقت نه سترگې نشي پټېدای چې په یویشتمه پیړۍ کې نه یوازې له افغانستان بلکې د نړۍ له نورو فقیروهېوادونوڅخه هم د شتمنوهېوادونوپه لوردځوانانو غیرقانوني بهیرداسې زورنیولی چې د لارې په سرد پرتو هېوادونوپوله ساتونکي یې هم له کنترول څخه عاجزدي نوځکه د یوشمېرهېوادونوپه پنډ غال ځایونوکې له دوی سره سم سلوک اوچلند هم نه کېږي اوداسې نا تائید شوي رپوټونه هم شته چې یوشمیردغه ځوانان په عمدي ډول په سمندرونوکې له بیړیوغورځول کېږي اوډوبیږي ٬ خوداچې له لویه سره کوم علتونه ددې سبب شوي چې د افغان ځوانانو په شمول دیوشمېرنورو هېوادونوځوانان هم په خپل ملک کې په قرار ٬ فرار اوتیښتې ته ترجیح ورکوي دا یوه نړیواله اندیښنه ده چې په وروستیو کلونو کې را منځ ته شوی ده او اړتیا ده چې د یوې نړیوالې عادلانه اجماع په ترڅ کې یې علتونه وڅیړل شي او د بشري حقونو په چوکاټ کې د حل موثره اودایمي لاره ورته وموندل شي او بیا هم دغه ټکي ته اشاره کوو چې نه یوازې له افغانستان څخه په زرګونو تحصیل کرده ځوانان د کاراو ښه ژوند په تکل بهرنیوهېوادونوته ځي بلکه دا موضوع اوس پرلویه نړیواله ستونزه اوښتې ده چې لوی علت یې فقراوبیکاري ده .

بله ستونزه داده چې زموږ یو شمېرهغه تحصیلکرده ځوانان چې ددولتي پوهنتونوترڅنګ یې په خصوصي پو هنتونوکې زده کړې کړې له فراغت وروسته هریو یې له میل سره سمې مسلکي دندې غواړي چې په خواشینۍ سره نه ورته پیدا کېږي اومجبورشوي چې په ښارونوکې سړکونه او پیاده روونه د پلورپه توکو بند کړي ، موږ نه پوهېږو چې ددې ستونزو د حل لاره به څه وي ؟

افغانستان یوکوچنی هېواد دی لازمه داده چې په هره برخه کې چې څومره کاري ظرفیتونوته لازمه اړتیا لیدل کېږي په دولتي او خصوصي پوهنتونو کې وروزل شي ، له ضرورت او اړتیا پرته په دغه بنسټونود جذب مخه باید ونیول شي او د ځوانانو د خوندیتوب لپاره نورې لارې چارې ولټول شي ، دا خو څرګنده ده چې د تحصیلي فارغانو په بله برخه کې بیا کارته شا نه ټېټېږي ځان مظلوم او مستحق ګڼي اود خپلو تحصیلاتومطابق دنده غواړي خو زموږ په باور یوازې تحصیلات نه دي چې د ژوند کفاف پکې نغښتی دی ، بلکه د ژوند د مایحتاج د لېرې کولو لپاره په سلګونو نورې لارې هم موجودې دي چې ژوند پرې بسیا کېږي ٬ سوداګري ٬ مستري توب ٬ بزګري ، خیاطي ، دوکانداري ، خورده فروشی ، دوسایطو چلول او آن دې ساده کراچي چلول دا ټولې عایداتي منابع ګڼل کېدای شي په ورین تندي پرته له دې چې څوک یې ځانته شرم وګڼي باید لاس په کار او د خپلې کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي ددې ترڅنګ په دولتي او خصوصي پوهنتونوکې د مشابه پوهنځیو پرځای شغلي پوهنځیو او آن میخانیکي تدریساتو ته ځای ورکړل شي ، حلبي سازي ، نل دواني ، میخانیک ، برق اوپه سلګونو نورې ریشتې باید د پو هنتونو تدریسي پروګرام ته شاملې شي چې په دې ټولوکې لوړه آبرومندانه عواید نغښتې ده له بل پلوه پورته مسلکونه ټول د ټولنې اړتیا ده چې باید ځوانان مو ورته وروزل شي ، کسبه کاران په دې جرم چې ستا دنده کوچنۍ ده چا له قطاره ایستلي؟ هرهغه ځوان چې د کارپه تکل لېچې را بډ وهي یقیني ده چې هېڅکله به محروم اوناهیلۍ پاته نشي ځکه الله ج وایی بنده ته حرکت کوه زه به برکت کوم ، د خبرو په وروستیو کې یو ځل بیا دې خبرې ته اشاره کوو چې د کارموندنې یا ښه ژوند په تکل په غیرقانوني سفرونوکې خیرنشته په دې لړ کې ډېری داسې ځوانان هم شته چې هوس پسې اخیستي وي خودغه حقیقت ته هم باید اشاره وکړو چې ددغه ډول ځوانا نوشمیره بیا ترمجبوروځوانانو ډېره کمه ده ښایي په سلوکې پنځه سلنه ، خوپه ټولو صورتونو ښه داده چې ځوانان موپه خپل ملک کې پاته شي او نورغیرقانوني ستړیواومرګونیو سفرونو ته زړه ښه نه کړي.

لیکنه: حیات الله حلیم

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button