له اسرائيلو سره زمونږ کړکېچ / دریمه برخه

لیکوال: د. علي الطنطاوي 
ژباړه: انوارالحق عاصم

د نورو امتونو په څېر اسلامي امت هم د تاريخ په اوږدو کې  خورا ډېرې برياوې ،ماتې، ښې او بدې ورځې ليدلې دي ليکن اوسمهال چې دا امت  له کوم ناوړه حالت سره مخ دی  له دې مخکې ورسره هيڅکله نه وو مخ شوی، دښمنان يې پر وړاندې دامونه غوړوي، د جنګ لپاره يې په لويه سطحه پلانونه جوړوي او ډېر لګښتونه پرې کوي چې تر شايې ستر ستر دولتونه دي، خو ددې ټولو سربېره مونږ له فتحې نه نهيلي کېږو؛ ځکه الله -جل جلاله- په دنيوي او اخروي چارو کې دځان لپاره ځانګړې تګلارې لري چې هيڅ تغير نه مومي، دا د هغه تګلارو په څېر دي چې الله -جل جلاله- د وجود لپاره وضع کړي دي، موخه مې هغه قوانين دي چې مونږ يې طبيعي قوانين بولو، چې د وخت او ځای تغير پرې کوم اغېز نه کوي: د بېلګې په ډول د نړۍ له پيدايښت سره سم الله -جل جلاله- د جاذبيت قانون وضع کړ چې څه موده وړاندې (نيوټون) کشف کړ، دا قانون په هغه هېوادونو کې پلی کېږي چې د استواء کرښې ته نږدې دي او له تودوخې لمبې وهي، او په هغه غرونو کې هم چلېږي چې د( شمالي او جنوبي) قطبونو څنګ ته دي او لوړې څوکې يې واورو پوښلې دي، دا اوس هم هغسې دي لکه څو پېړۍ وړاندې چې وو او تر پېړيو، پېړيو به همداسې وي له دې الهي تګلارې دوه خبرې رامالومېږي يوه دا چې (عاقبت د تقوی دی)، او بله دا چې باطل اګر که شور ډېر لري خو حق تل برلاسې وي.

کله چې رسول الله -صلی الله عليه وسلم- له دې نړۍ سترګې پټې کړې، عربان له دين نه مرتد شول ، غوښتل يې چې د دين يو رکن چې زکات دی له منځه يوسي او خلکو هم وانګېرله چې دا د اسلام پای ده خو پدې وخت کې يو تن راپورته شو د قران توغ  يې په لاس کې واخيست او محمدي توره يې پورته کړه تردې چې مرتد شوي بېرته دين ته راوګرځېدل او اسلام له مخکې نه هم غښتلی شو.

هغه مهال چې زمونږ په خلاف ټوله اروپا راوخوځېده د صليبيانو د لښکرو لومړی سر په قسطنطينيه او اخر سر يې د اروپا په زړه کې وو، پرلپسې بريدونه يې وکړل، حالات سخت شول، په شام کې يې دولتونه او امارتونه هم جوړکړل، نږدې نوي کلونه يې بيت المقدس هم په واک کې وو خو بيا الله -جل جلاله- بری حق ته ورکړ.

هغه مهال چې د صليبيانو په څېر له ختيځه د مغلو سېلاب راوبهېده ، دولتونه يې له منځه يوړل، خوښۍ يې په غمونو بدلې او د وخت ستر ستر ښارونه يې په غېږ کې واخيستل: د بغداد ښار چې هغه وخت پکې مليونونو انسانانو ژوند کاوه، د نړۍ پلازمېنه وه او د هر ډول ښکلاګانو مرکز وو، کتابونه يې د دجلې سيند ته ګوزار شول تردې چې دواړو غاړو ته يې اوبه تورې واوختې، پدې سياهي کې د ذهنونو لاسته راوړنې ، د مغزو توليد او دانساني فکر جوهر له منځه لاړ.

له دې وړاندې او وروسته چې په مسلمانانو کومې ستونزې او مصيبتونه راغلي دي هيڅ د پام وړ زيان يې ندی اړولی، ځکه اسلامي امت پوهېده چې څنګه وسلې ته لاس اوږد کړي  او د دښمن په خلاف يې وکاروي، پوهېده چې څنګه څراغ روښانه کړي او چاپېره تيارې پرې لمنځه يوسي، هغه څراغ دا قران وو او هغه وسله د مؤمنانو زړونه، فکر لرونکي عقلونه او هغه کاريګر لاسونه وو چې د دښمن پر وړاندې قوت برابرولو باندې پوهېدل او موخه يې د دنيا لاسته راوړل نه بلکې يوازې د رب رضا وه، چې په پاي کې دا امت په استعمار وازمويل شو.

٭٭٭
ما د دې (شلمې) پېړۍ په پيل کې نړۍ ته داسې مهال سترګې وغړولې چې په اسلامي نړۍ کې يوه سيمه هم د استعمار له پنجو آزاده نه وه پرته له دې جزيرې (عربستان) نه چې الله -جل جلاله- د پرديو لښکرو له پل کېښودلو او بيرغ رپولو څخه ژغورلې وه، ما په کوچنيوالي کې انګېرله چې له خپلې خاورې د استعمارچيانو شړل ترټولو سخت کار دی خو الله جل جلاله دا سخته اسانه کړه، لرې يې رالنډ کړ او اسلامي هېوادونه بېرته خپلو څښتنانو ته په لاس ورغلل .

دا خپلواکي وړيا نده راغلې بلکې مونږ خورا ډېرې ستړياوې وګاللې، سرونه مو قربان کړل، وينې مو توې شوې، جهاد مو وکړ، تورې مو ماتې شوې او هر هغه څه مو وکړل چې په وس مو پوره وو.

دويم نړيوال جنګ پاي ته ورسېد، خو ناببره له مخکې نه هم په خورا بد حالت وازمويل شو، مونږ په بدترين مخلوق او رذيل امت (يهوديان) باندې وازمويل شو.

دوی نه د موسی عليه السلام پېروان دي او نه هم پرې ايمان لري، بلکې دوی په موسی او عيسی عليهما السلام باندې داسې کافر دي لکه په محمدصلی الله عليه وسلم چې کافر دي،دوی خپل دين تغير کړی او ډلې، ډلې شوي، ددوی لارې جلا دي خو زمونږ په دښمنۍ کې يې اهداف سره يو دي.([1])

کله چې د اسلام پر وړاندې د جنګ موقف ونيول شي نو ټول زمونږ په خلاف ودرېږي.
امريکا او روسيه د يو بل پر خلاف په وسلو جوړولو بوخت وو، په هر څه کې يې اختلاف درلود. ليکن کله چې دا بې پلاره (اسرائيلي) دولت وزيږېده او بدشکله څېره يې منځته راغله ، نو دې دواړو دولتونو يې په رسميت پېژندلو او د زېږون په مبارکيو کې له يو بل سره مسابقه پيل کړه مخکې له دې چې عمر يې د يوې ورځې او شپې شي . مونږ په يهودانو وازمويل شو.

٭ ٭ ٭

[1]- دکتور وهبه الزحيلي رحمه الله ددې ايت ¾وَأَلْقَيْنا بَيْنَهُمُ الْعَداوَةَ ½ په تفسير کې وايي چې مونږ د يهودو او نصاراوو ترمنځ دښمني او بغض اچولی دی، هره ډله يې له بلې سره کلک مخالفت لري لکه الله تعالی فرمايي: ¾ تَحْسَبُهُمْ جَمِيعاً وَقُلُوبُهُمْ شَتَّى ½.(الحشر:۱۴) پخوانی او معاصر تاريخ ددې ثبوت وړاندې کوي چې ددوي ترمنځ خورا ډېر عنصري، ديني او استعماري جنګونه راغلي دي، خو څوک دې په فلسطين کې د يهودو په توافق باندې نه غولېږي ځکه دا لنډ مهاله توافق دی چې ډېر ژر به له منځه لاړ شي. ان شاءالله (ژباړن)

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button