د افغان هويت اتلان او افغان دولتونو بې غوري

نن د افغان هويت پر سينه د کش سوي چاړې [ډيورنډ کرښي] ۱۳۰ کاله پوره سوه، د بده مرغه دې ناقصي پرېکړي افغان وطن پر ملا غوټ مات کړ، انګرېزانو دليل لاره چي موږ (۲۴۴۵کيلوميټر) اوږده کرښه په دې موخه د پښتنو ټبرونو تر مينځ کشوو چي خپل حکومت د روس د اثراتو خوندي وساتو، د افغانستان واکمن امير عبدالرحمن خان دليل لاره چي بايد يا له روسې او يا انګرېز سره ټينګه دوستي ولرو تر څو پاته افغانستان چي د روسيې او انګرېزانو د دسيسو مرکز وو؛ وژغورو.

جالبه دا ده چي په ټولو پښتنو کي يوازي د قبايلو نوموروکو پښتنو ددې کرښي په وړاندي پاڅون وکړ؛ تاريخونه ليکي چي:
په ۱۸۹۴ع کال د برتانیا د سرحدونو کمېسيون په وزيرستان کي د ډيورنډ کرښي د مالومولو د پاره خپل کمپ ولګاوه، خو په سبا د مسېدو له خوا وسوځول سو، په دې پسي ټولو قبايلو ددې کرښي پر ضد پاڅون وکړو، کله چي انګرېزي دولت؛ له خپلو خلګو سره د افغان دولت بې پروايي وليده نو د افغان هويت ددې لښکر د ټکولو د پاره ئې ۶۰ زره پوځ ور واستاوه، خو فوځ د منځنۍ پښتونخوا ددې لښکرو څخه ماته وخوړه. دا وخت چي د برطانيې د پوځ حالات کمزوري وه، سخت وبېرېدل. ځکه پښتانه په لویه کچه د برتانيې خلاف ول، انګرېزانو وبېرېدل او له هند څخه ئې سيکان، پنجابيان، چټان او نور چپاولګر راټول او پر پښتني قبايلو ئې له خپلو فوځونو سره يو ځای د کورونه د چور په نيت ور مرش کړل.
د بده مرغه برتانيې په داسي بې فرهنګه پېښو او ځايي غلامانو دوه کاله له وژنو، کليو سوځلو او نورو لارو دا جگړه خپل لاس ته کړه.
سيکان، بنګاليان او پنجابيان په سيمه کي د انګرېزانو تر ټولو لويه ملېشه وه چي انګرېزانو به هنديان، بلوڅ او پښتانه په ټکول.
د قيايلو تر منځ نه همږغي او افغان دولت بې غمي دا ستره وژنه د ډيورنډ کرښي په اړه انګرېزان ډاډه کړل او وروسته ئې کوږک او خيبر کي د غرونو پر سرونو مورچې جوړي کړې او د اورګاډي تونلونه ئې پکښي کش کړل.
په ۱۹۱۹ع کال د انګرېزانو د يرغل پر مهال بيا مسيدو او وزيرو پاڅون وکړ خو افغان دولت په ځانګړي ډول شاه امان الله خان له خپلواکۍ اخيستلو چي اصلاً د قبايلو په غوښو او هډوکو تر لاسه سوې وه، انګرېزانو ته پرېښوول خو تر ۱۹۴۷ع کال پوري چي د پاکستان په نوم يو نوی مملکت جوړېده، قبايلو له انګرېزانو سره خال-خال جګړې کولې، کله چي قبايلو کي د برتانوي هند ټولي چاوڼۍ، ودانۍ او لوظنامې، همدارنګه په کابل کي د برتانیا د سفارت ودانۍ هماغه وخت د پاکستان لاس ته ورغله.
هغه وخت د افغانستان د حکومت لپاره يوه موقع وه چي په خپلو سيمو يې دعوه کړې واې خو محمد ظاهرشاه او اکاګانو حکومت څه ونه کړل. په ۱۹۶۵ع کال کي چي پاکستان په خپل ټول پوځي توان له هند سره په جنګ اخته وو، افغانستان يو پوځي بريد کي دا سيمي نيولای سواې او په ۱۹۷۱ع کال کي چي د پاکستان زيات پوځ په بنګال او وروسته هند کي بند سو، د افغانستان له خوا هيڅ عملي ګام پورته نه سو.
د ټولو په پای کي بايد ووايم چي که امير شېرعلي خان ژوندی پاته سوی وای، نن به د افغانستان جغرافيه د پخوا په شان لويه وای،
زموږ د نيکونو دا قربانۍ دي ځلاندي او سرلوړي وي چي موږ ته ئې په نړۍ کي هويت او پېژندنه راکړې ده، افغان دولت ته په کار ده چي ددې اتلانو جنګي وسايل، جامې، څپلۍ او نور توکي دي په افغان ميوزيم کي نندارې ته وړاندي کړي.

لیکنه: سردارولي پښتونزوی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button