د فلسطین وضعیت ته کتنه

① غزې تړانګه کې د فلسطيني ادارې مطبوعاتي دفتر: اسرائیلي پوځ تر اوسه د غزې پر خلکو ۳۲ زره ټنه چاودیدونکي توکي غورځولي دي چې له امله يې د ۸ زره ښځو او ماشومانو په ګډو څه باندې ۱۱ زره تنه شهيدان شوي دي. دغه دفتر په ډاګه کړې، چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې، د استوګنې ۴۱ زره کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۲۲۲ زره نور د استوګنې واحدونه زیانمن شوي دي.

② د حماس ډلې مشر اسماعیل هنیه:که زموږ پر وړاندې ټول غرب هم جګړه پیل کړي، د تسلیمۍ لاسونه به پورته نه‌ کړو. هغه وایي، موږ به یا مرو او یا به خپله خاوره له ظالم اسرائیلي رژیم څخه ازادوو.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې له خپلې مبارزې او جګړې به یوه ثانیه هم غلی پاتې نه شي او د اسرائیلو خلاف به جګړه او مبارزه جاري ساتي.

③ ‏د ‎غزې سرحدي چارواکي وايي، د رفح لاره به نن یکشنبه (د لړم ۲۱مه) بېرته پرانېستل شي. دوی زیاتوي دغه لاره به په سیمه ییز وخت د سهار په نهو بجو په غزه کې د بهرنیو وګړو، د هغوی خپلوانو او روغتیایي کارکوونکو پر مخ پرانېستل شي.

④ د القسام ویاند ابوعبیدة: تېرو ۴۸ ساعتو کې مو د اسرائیلو ۲۵ پوځي موتر او زغره وال ټانګونه له منځه وړي او ۱۶۰ مراکز مو په نښه کړي. نوموړي ویلي، زموږ مجاهدین په ډېره لوړه روحیه جنګیږي او اسراییلي پوځ یې سخت وارخطا کړی. اسراييلي پوځ هم تایید کړې، چې ځمکنۍ جګړه کې يې د ضابطانو په ګډون ۴۳ پوځیان وژل شوي دي.

⑤ اسراییلو دفاع وزیر: حزب الله غواړي، چې لبنان جنګ کې داخل کړي، که داسې وشي موږ به بیروت کې هغه څه ترسره کړو، چې غزه کې مو ترسره کړل. د حزب الله یرغل یوازې یو پارونکی کار نه بلکې په ښکاره توګه پر اسراييل خاورې یرغل دی. له دې خبر سره سم اسراییلي الوتکو د لبنان په جنوب کې بمبارۍ کړې دي. همداراز اسراييلي رسنیو راپور ورکړی، چې اسراييلي پوځ به په داخل د سوریه کې، له هغه وروسته بریدونه ترسره کړي، چې د سوريې له لورې پر اسراییلو توغندې توغول شوي و.

⑥ د اسراییلو کرنې وزیر: د اسراییلو حکومت اوس په عامه توګه په غزه کې د توکمیز پاکوالي پالیسي پلي کوي، داسې حال کې چې موږ اوس غزه کې د جګړې د دوام په حال کې یو. بل لور ته اسراییلي پوځ اعلان کړی، چې پر غزې د حماس کنټرول پای ته رسیدلی او له ۲۰۰ څخه ډېرو فلسطینیانو غزه ترک کړې ده.

⑦ سي اېن اېن ورځپاڼې راپور ورکړی، چې په نړیواله کچه د اسراییلو غندنه او په متحده ایالاتو کې د فلسطین پلوه غږونو، پر روانو حالاتو ډيره اغیزه کړې. د خلکو سخت فشار له امله انتوني بلینکن، چې د اسراییلو دفاع به یې کوله، د اسراییلو په اړه خپل دریځ بدل کړی. نوموړي ویلي: د اسراییلو له لوري، په توپیره توګه د خلکو په نښه کول د افسوس وړ دي، اسراییل دې خپل دريځ روښانه کړي.

⑧ منظمة التعاون الاسلامي: د سعودي په ریاض ښار کې، د فلسطین په اشغال شوې خاوره کې د وضعیت په اړه د اسلامی همکاریو سازمان (OIC) او عربی لیګ ګډه بیړنۍ ناسته ترسره شوه، چې کوربه یې سعودي عربستان و. یاده غونډه کې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د سوریې ولسمشر بشار الاسد، د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي او د قطر امیر په ګډون د اسلامی هیوادونو ګڼ شمېر مشرانو برخه اخیستې وه. په دې غونډه کې د اسلامی هېوادونو مشرانو د غزې پر وضعیت خبرې وکړې او په پای کې یې یوه اعلامیه خپره کړه. یاده اعلامیه کې ویل شوي: غزې ته بشري مرستې رسول، د غزې کلابندي او اسراییلو ته د وسلو صادرول دې پای ته ورسیږي. خو د سازمان دغه پرېکړه د ډېرو حرکتو او مخورو اشخاصو له لورې غندل شوې. د الجهاد الاسلامي ډلې ویلي: د اسلامي همکاریو سازمان وروستۍ پرېکړه، دا په ډاګه کوي، چې شته سازمانونه، د خپلو خلکو او مقدسو ځایونو ساتنه نه شي کولی.

⑨ رجب طیب اردوغان: نوموړي ریاض کې د فلسطین په اړه جوړه شوې غونډه کې وویل، د اقصی جومات زموږ لپاره سره کرښه ده، د خپلې خاورې او مقدساتو ساتونکي حماس تنظیم ته دې د ترهګر ټکی نه کارول کیږي.

⑩ د آلمان بهرنیو چارو وزیرې انالینا برباک اعلان وکړ، چې هېواد به یې له فلسطین سره د ۳۸ میلیونه یورو په ارزښت نورې تازه مرستې وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې برباک پرون د فلسطین له صدراعظم سره د رام الله په ښار کې وکتل.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button