په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان کډوالو وضعیت ته کتنه

⑴ رسنۍ: د بشري حقونو فعالان وايي چې پاکستان ـ سند کې د افغان ښځو او ماشومانو بهیر هم روان دی. تر ډېره په کراچۍ کې د شپې له خوا چاپې اچول کیږي، دوی د پردې خیال هم نه ساتي.

⑵ د پاکستان “نیوز” ورځپاڼه: پاکستاني قانون نافذونکو ادارو په مختلفو ښارونو کې د افغان کډوالو نیولو عملیات پيل کړي، خو لا تراوسه یې له ترهګرو سره په تړاو هیڅوک نه دی نیولی. (خو د پاکستان صدراعظم څو ورځې وړاندې افغان کډوال ترهګر معرفي کړل)

⑶ د پاکستان اِکسپرېس نیوز: حکومت باید د ناقانونه کډوالو مخنیوي له پاره په پولو کې قوي انتظام ونیسي او عصري ټيکنالوژي وکاروي، پاک ـ افغان سوداګري کې سخت قوانین ولګول شي او کډوال باید بهرنۍ کرنسي ځان سره انتقال نه کړي، که هڅه یې کوي باید تورخم کې ونیول شي.

⑷ افغانستان انټرنشنل: د سويلي وزیرستان انګور اډې په خمرانګ سیمه کې د هغو افغان کډوالو لسګونه کورنۍ له ډیورنډ کرښې اوښتلو په تمه ولاړې دي چې پاکستاني امنیتي عسکر ورته د اوښتو اجازه نه ورکوي. پاکستاني امنیتي عسکر د راګرځېدلو سبب نه ورښايي، یوازې دا ورته وايي چې «له اسلام اباده اجازه نه شته.»

⑸ پاکستاني رسنۍ: د پاکستان کورنیو چارو وزارت د پېښور، لاهور، کراچۍ، ګلګت او اسلام اباد ښارونو کې پولیسو ته یو مکتوب کې ویلي، چې د اسماعیلیه په نوم مذهبی لږکي دې افغانستان ته نه ستنوي؛ د کاناډا چارواکي په دې غور کوي چې دغه افغانان له پاکستانه خپل هېواد ته انتقال کړي.

⑹ ډېلي پاکستان: خیبر پښتونخوا ـ نوښار کې یو افغان خپله پېښورۍ مېرمن افغانستان ته د نه تللو له امله وژلې او له خپل اولاد سره تښتېدلی.

⑺ د کډوالو راستنېدونکو چارو وزارت: بلخ کې د راستنېدونکو وضعيت ته د لاسرسي په موخه د يما پيټرولیم ګروپ له لوري ۲۰ زره ډالره مرسته وشوه.

⑻ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت: د پاکستان له زندانونو کابو ۲ سوه افغان بندیان خوشې او راستانه شوي دي.

⑼ ازادي راډيو: تېرو ۱۰ ورځو کې ۲۱۷ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي او بي بي سي تر دې دمه د ستنو شویو شمېر ۲۸۵ زره ښودلی دی.

⑽ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت: تېرو ۲۰ ورځو کې له ترکیې څخه له ۲۰ زرو او له ایران او پاکستانه له ۸ زرو زیات افغانان راستانه شوي دي.

تبصره: له پاکستان، ایران او ترکیې څخه د کډوالو راستنېدلو بهیر د نورو ورځو په څېر روان دی. نن په رسنیو کې د پاکستان سند ایالت کې د افغان ښځو او ماشومانو نیولو او ځورولو خبر ګرم و. بل خوا د پاکستان “نیوز انټرنشنل” ورځپاڼې بیا یوه مهمه لیکنه کې لیکلي، چې پاکستاني قانون نافذونکو ادارو په مختلفو ښارونو کې د افغان کډوالو نیولو عملیات پيل کړي، خو لا تراوسه یې له ترهګرو سره په تړاو هیڅوک نه دی نیولی. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان صدراعظم څو ورځې پخوانۍ وینا سربېره څو ځله پاکستاني چارواکو د پاکستان نا امنۍ یو لامل د افغان کډوالو شتون بللی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button