د افغانستان په اړه د بهرنیو رسنیو انعکاس

⑴ افغانستان له پاره د پاکستان استازی اصف درانی: افغانستان کې سوله د پاکستان پرې وېرې بدله شوې، اوس هم ټي ټي پي د افغانستان پټنځایونو کې ۶ زره مجاهدین لري او پر پاکستان بریدونه کوي، بناءً باید د امارت مشر فرمان عملي شي.
⑵ ایراني رسنۍ: د چاپېریال ساتنې مشر سلاجقه افغان پلاوي ته وویل، مونږ پوله لرو خو ترمنځ مو ورورلي او سوله ده، دښمنان غواړي ستونزې جوړې کړي خو د دواړو هېوادونو مشرانو دا دسیسې شنډې کړې دي. ملا برادر هم ورسره د حقابې خوشې کولو ژمنه کړې ده.
⑶ کابل کې د ایران سفیر او استازی قُمي: هغه څه چې د افغان پلاوي د سفر په ترڅ کې ثابت شول، د یوه ګاونډي او د سیمه ییزې اجماع د یوه غړي په توګه د افغانستان د باعزته ملت په وړاندې د ورورګلوۍ څرګندونه وه، ترڅو دوی له ظالمانه بندیزونو خلاص شي.
⑷ افغانستان له پاره د ایران پخوانی سفیر ظهره وند: افغانستان هغه هېواد دی چې زیات برخه توکي ورصادریږي، لکه له ایران څخه ګاز او تېل. بله دا چې د نا امنۍ، ټولګډونه حکومت نه شتون او سوداګریزو ستونزو له امله په کې څوک پانګونې ته زړه نه ښه کوي.
⑸ د پاکستان ټریبیون ورځپاڼه: پاکستان کې د وروستۍ خونړۍ څپې سرچینه افغانستان ده، د میانوالې برید طراح هم د ټي جې پي افغان قوماندان “عبدالعزیز خان” و، چې له امریکا پاتې قوي وسلو پر مټ یې برید وکړ، ښايي امارت ویریږي چې د ټي ټي پي ګواښلو سره به هغوی له داعش ـ خراسان سره یوځای شي؛ ځکه پرې اقدام نه کوي.
⑹ یوریشیا ریویو: افغانستان د نړیوال امنیت د اندېښنو سرچینې باندې اوښتی، بناءً که د امارت کړنې کلکې و نه څارل شي، پراخه منفي اغېزې به ولري.
⑺ د پاکستان “نیوز” ورځپاڼه: پاکستاني قانون نافذونکو ادارو په مختلفو ښارونو کې د افغان کډوالو نیولو عملیات پيل کړي، خو لا تراوسه یې له ترهګرو سره په تړاو هیڅوک نه دی نیولی. (خو د پاکستان صدراعظم څو ورځې وړاندې افغان کډوال ترهګر معرفي کړل)
⑻ د پاکستان اِکسپرېس نیوز: حکومت باید د ناقانونه کډوالو مخنیوي له پاره په پولو کې قوي انتظام ونیسي او عصري ټيکنالوژي وکاروي، پاک ـ افغان سوداګري کې سخت قوانین ولګول شي او کډوال باید بهرنۍ کرنسي ځان سره انتقال نه کړي، که هڅه یې کوي باید تورخم کې ونیول شي.
⑼ د ایران دید پرس ورځپاڼه: تاجکستان لا هم امارت په رسمیت نه دی پېژندلی خو دا چې د افغانستان نفوس یوه لویه برخه تاجکان تشکیلوي، بناءً لا هم اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ورسره نه پرې کوي.
⑽ المان غږ: د بشري حقونو فعالان وايي چې پاکستان ـ سند کې د افغان ښځو او ماشومانو بهیر هم روان دی.
⑾ د خوړو نړیوال پروګرام ـ افغانستان: تر ژمي د مخه د لرو پرتو سیمو له پاره ۴۰۰میلیونه ډالرو ته اړتیا ده، د ژمي په راتلو به لارې بندې شي.
⑿ تاس اژاانس: د هرات زلزله ځپلو سره د روسیې ۴۰ ټنه بشري مرسته کابل ته رسېدلې ده.
⒀ ازادي راډيو: تېرو ۱۰ ورځو کې ۲۱۷ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي او بي بي سي تر دې دمه د ستنو شویو شمېر ۲۸۵ زره ښودلی دی.
*داخلي مطبوعاتو کتنه*
⑴ ارګ: د تماس کمېسیون لخوا څو تنو پخوانیو لوړ پوړو پوځي او ملکي چارواکو ته د مصؤنیت کارتونه ورکړل شول.
⑵ دفاع وزارت: د سل بستریز پوځي روغتون، بېلابېلو برخو ډاکترانو تردې دمه سپین بولدک کې د ۳۲۱۳ تنه ناروغانو کتنه او درملنه کړې.
⑶ کورنیو چارو وزارت: شپږو ولایتونو کې ۲۹ تنه د بېلا بېلو جرمونو په تور نیول شوي دي.
⑷ کورنیو چارو وزارت: سرپل او بدخشان کې ۲۴ تنه په نشه يي توکو روږدي کسان روغتیايي مرکزونو ته انتقال شوي دي.
⑸ روغتیا وزارت: د چين هيواد متخصصينو په مرسته ۱۰۰ تنه روغتيا پالان په انلاين شکل وروزل شول او دا برنامه لا جريان لري.
⑹ مالیې وزارت: د فراه په ابو نصر فراهي ګمرک کې د ۳۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د څو رغنیزو پروژو کار پیل شو.
⑺ معلولینو چارو وزارت: د یاد وزارت او (HHRD) مؤسسې رئیس ترمنځ د یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د ژمنېو توکو برابرولو په موخه دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
⑻ پوهنې وزارت: دایکندي ولایت کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه.
⑼ پټرولیم وزارت: د کیندنې او اکتشاف دوه دستګاوې له ټولو اړوند وسایلو سره له چین څخه وپېرل شوې.
⑽ کډوالو چارو وزارت: له ایران او پاکستانه څخه څه باندې ۸ زره کډوال خپل هېواد ته راستانه شول.
⑾ تماس کمېسیون: ملي تجار امان الله امیري له سویډن څخه بېرته خپل هېواد ته راستون شو.
⑿ بیارغونې او پراختیا وزارت: پروان کې ٥٠٠ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکې مرسته ووېشل شوه.
⒀ کابل امنیه قومنداني: پنځمه حوزه کې درې تنه د غلا په تور نیول شوي دي.
⒁ پژواک: د غزني په ناوه کې د یوه خیریه بنسټ له لوري بې سرپرسته یتیمانو ته ۲۳ کورونه او یو روغتیايي مرکز جوړ شول.
⒂ ټولنیزې رسنۍ: که څه هم نن په کابل او ولاياتو کې يو ډالر په ٦٦ افغانۍ تبادله کېده، خو ګڼ شمېر هېوادوال په بازار کې د توکو نرخ لوړوالي څخه شکایت کوي، او د دغه چارې د کنټرول غوښتنه کوي.