وطنواله

تپاند زُهاد
پخیر راغلې د زړه سره وطنواله
ستا قدم شه بختوره وطنواله
غیږ مو خلاصه ده راځه د سترګو توره
له بولدکه تر سپین غره وطنواله
خداي دې راوله زما سکنی وروره
ستا خدمت کوم په نره وطنواله
سره ګلونه مو په لاس درته نیولي
ښه شو راغلې برادره وطنواله
دا وطن زما او ستا د مینې کور دی
جوړوو به یې دلبره وطنواله
د سرو زرو ډک وطن لرو غم مه کړه
ابادیږو به ډیر ژره وطنواله
ډېر زړه سواندي مشران الله راکړي
تل دې وي زموږ په سره وطنواله
په راتګ دې زه تپاند زُهاد خوښي کړم
غېږه راکړه مسافره وطنواله