د افغانیو ښکته-پورته کېدل؛ افغانستان بانک: له پولي بازارونو په کلکه څارنه کوو

عزم(دوشنبه، د لړم ۲۲مه، ۱۴۰۲): د افغانستان بانک چارواکي وایي چې د هیواد پولي بازارونه په کلکه څاري او د بیو د ثبات لپاره به تر خپله توانه کار کوي. بانک وایي چې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې په خپل سر د افغانیو او ډالرو بیې ټیټ و پاس کړي.
دا بانک په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې وایي چې د زړو بانکنټونو د ختمولو او د نویو د خپرولو لړۍ یې هم په تدریجي ډول پیل کړې ده.
د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري ویلي چې بانک په کافي اندازه افغاني بانکنوټونه په واک کې لري او د اړتیا په صورت کې به یې بازار ته وړاندې کړي.
بل پلو د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي ګیله کوي چې د خوراکي توکو په بیو کې هېڅ کموالی نه لیدل کېږي. دوی له افغان دولت غوښتنه کوي چې د خوراکي او نفتي توکو په بیو کې کموالی راولي.
افغانستان بانک دا خبر په داسې مهال کې کوي چې پرون د کابل د صرافیو په لوی بازار شهزاده سرای کې یو ډالر په ۶۶.۶ افغانۍ تبادله کېده، چې نن ماسپښین بیا یو ډالر شاوخوا اویا افغانۍ پلورل کېده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button