اوبو او انرژۍ وزارت: سمنګانو کې د برېښنا څلور چک ډیمونه رغووو

عزم(دوشنبه، د لړم ۲۲مه، ۱۴۰۲): د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې د سمنګان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یې د څلورو چک ډیمونو د رغونې چارې پیل کړي دي. د وزارت له قوله چې پر دې چک ډیمونو به شاوخوا نهه میلیونه افغانۍ لګښت راشي.
وزارت زیاتوي، چې دغه چک ډېمونه د سېلابونو د ګواښ د مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې، د بارانونو او واورو د اوبو ذخیره کولو او نورو چارو په هدف ددې ولایت په مرکز او څلورو نورو ولسوالیو کې جوړیږي.
د یاد وزارت مسوولان وایي چې ددې چک ډیمونو په رغېدو سره به د هغه ولایت زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم خړوبه شي.
یاده کوو چې د اسلامي امارت د مشرتابه د ځانګړي حکم په بنسټ د افغانستان په ګڼو لرو پرتو سیمو کې د سلګونو کوچنیو چک ډیمونو چارې روانې دي چې په بشپړېدو سره به یې سلګونه زره جریبه ځمکه خړوبه شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button