عدلیه وزارت: د نویو کډوالو څخه د کورونو په کرایو کې کمېشن مه اخلئ

عزم(دوشنبه، د لړم ۲۲مه، ۱۴۰۲): د عدلیې وزارت مسوولانو تازه د معاملاتو لارښوونې دفترونو ته ویلي، چې راستانه شویو کډوالو ته د کورونو په کرایه ورکوونه کې دې په هېڅ صورت کمېشن نه اخلي.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې همدارنګه د معاملاتو لارښوونې دفترونو څښتنانوته ویلي چې راستنوشویو هیوادوالو ته دې د استوګنې کورونه د اصلي بیې خلاف په لوړه بیه ورنه کړي.
یاد وزارت همداشان د کورونو پر څښتنانو غږ کړی چې له راستنوشویو هیوادوالو سره د کورونو په ورکړه کې لاسنیوی وکړي او خپلې سرپناوې دې په مناسبه کرایه د هغوی په واک کې ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ګڼ راستانه شوي هیوادوال د کورونو د بیو له لوړوالی ګیله من دي او وایي چې د کډوالو له هجوم سره سم د معاملاتو د لارښوونو دفترونو خپلې بیې لوړې کړي دي.